شاته

بشري حقونو کمیسیون: نړۍ دې پر طالبانو د جدي فشار لپاره نوې کړنلارې وټاکي

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د ښځو پر وړاندې د طالبانو سرغړونو په برخه کې د حساب ورکونې لپاره د نړیوال میکانیزم د رامنځ ته کیدو په اړه د بخښنې د نړیوال سازمان او د حقوق پوهانو د نړیوال کمیسیون د وړاندیز ملاتړ کړی دی.

دغه کمیسون د شنبې د ورځې ناوخته مۍ ۲۷ (جوزا شپږم) په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د بشري حقونواو مدني فعالانوسره د سلامشورو په ترڅ کې دې دغسې یو میکانیزم ترتیب شي.

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون، چې اوس مهال د افغانستان څخه بهر فعالیت کوي په دې اعلامیه کې ویلي: "دا راپور د ښځو پر وړاندې د طالبانو جنایت د بشریت پر وړاندې جنایت ګڼلی او د نړیوالې ټولنې یې غوښتي، چې ددغو جنایتونو د پیژندلو لپاره پر طالبانو باندې د حساب ورکونې لپاره میکانیزمونه وټاکي."

بخښنې نړیوال سازمان او د حقوق پوهانو نړیوال کمیسیون د مۍ ۲۶ (جوزا پنځم) په یو ګډ راپور کې ویلي، چې د طالبانو له خوا پر ښځو باندې پرله پسې محدودیتونه او د هغوی غیر قانوني ځپل باید د بشریت ضد او جنسیتي ځورونې په ګډون د نړیوالو قوانینو پراساس وڅیړل شي.

د 'ښځو پر وړاندې د طالبانو جګړه او افغانستان کې د بشریت ضد او جنسیتي ّځوررونې' تر عنوان لاندې په یو راپور کې ویل شوي، چې د حقوقي پلوه د افغان میرمنو او نجونو پر حقونو باندې د طالبانو د سختو محدودیتونو او په بند کې د هغوی اچول، په زور ورکیدل، شکنجې او نورې ناسمې کړنې د جرمونو د نړیوالې محکمې د روم د تصویب شوي قانون د اومې مادې د اول بند پر اساس باید وڅیړل شي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون په دې اعلامیه کې ویلي، چې دا کمیسیون د نړیوالو معتبرو ادارو او د افغانستان پر چارو د تاثیر لرونکو هیوادونو څخه غواړي چې د بشري حقونو د ادارو او مدني فعالانو سره په سلامشورو پر طالبانو باندې د فشار لپاره نوې کړنلارې وڅیړي، تشخیص او وټاکي.

دغه کمیسیون په دې برخه کې د بشري حقونو نړیوالو ادارو سره د خپلې همکارۍ وړاندیز هم کړی دی.

بخښنې نړیوال سازمان او د حقوق پوهانو د نړیوال کمیسیون په راپور کې ویلي، چې دغه سازمان او د حقوق پوهانو نړیوال کمیسیون دا ګڼي، چې د جرمنو د نړیوالې محکمې څارنوالان باید د افغانستان د وضعیت په اړه په خپلو روانو څیړنو کې بشریت ضد او جنسیتي ځورونو په اړه هم څیړنو ته ځای ورکړي.

همداشان د بخښنې نړیوال سازمان په نورو هیوادونو باندې هم غږ کړی، چې د نړیوالو قوانینو پر اساس دې د طالبانو د غړو د جنایتونو او عدالت ته د هغوی د وړاندې کولو لپاره د نړیوالو قضايي صلاحیتونو او نورو قانوني لارو څخه کار واخلي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد سیمه ییزو رسنیو سره په خبرو کې د بخښنې د نړیوال سازمان او د حقوق پوهانو د نړیوال کمیسیون دا راپور رد کړی او بې اساسه یې بللی دی.

ښاغلي مجاهد ویلي، چې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د رسیدلو وروسته په دغه هیواد کې د شریعت په چوکاټ کې ښځو حقونه خوندي شوي دي.