شاته

کابل کې د قزاقستان بورسونو لپاره رقابتي ازموینه د ښځو له ګډون پرته واخیستل شوه

د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت په قزاقستان کې د ډاکټرۍ او ماسترۍ په کچو د لوړو زده کړو لپاره د بورسونو ترلاسه کولو رقابتي ازموینه د ښځو د ګډون پرته واخیستله.

د لوړو زده کړو وزارت د یکشنبې په ورځ مۍ ۲۸ (جوزا اووم) په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دغه ازموینه د دغه وزارت د چارواکو او د قزاقستان د لوړو زده کړو د وزارت د استازي په حضور کې اخیستل شوې ده.

د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت ویلي، چې په دې ازموینه کې د ماسترۍ په کچه ۲۰ داوطلبانو او د ډاکټرۍ په کچه نهه داوطلبانو ګډون کړی و.

ددغه وزارت د بهرنیو اړیګو رئیس او د تحصیلي بورسونو د تنظیم مشر نظرمحمد عرفان ویلي، چې ټاکل شوې، چې ددغې ازموینې له ګډون کوونکو څخه به ۱۲ تنه د ماسترۍ په کچه د زده کړو او دوه تنه د ډاکټرۍ په کچه زده کړو ته غوره شي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت دا نه دي ویلي، چې په دې ازموینه کې ښځو هم ګډون درلود او که نه، خو کوم تصویرونه، چې د دغه وزارت له خوا خپاره شوي په ازموینه کې هیڅ ښځه او نجلې نه لیدل کیږي.

طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په میاشت کې واک ته د رسیدلو وروسته د شپږم ټولګي څخه پورته ښوونځیو کې نجونې له زده کړو منع کړي دي او هم یې په پوهنتونونو کې د ښځو او نجونو په زده کړو بندیز لګولی دی.

د ښځو د حقونو یوې فعالې، چې نه غواړي په رپوټ کې یې نوم واخیستل شي امریکا غږ ته وویل، چې طالبانو د ښځو، د هغوی د زده کړو او تحصیل او کار سره په جګړه کې دي او نه غواړي، چې افغانستان کې ښځې او نجونې سواد ولري.

دغې فعالې وویل: "د طالبانو د ډلې له نظره ښځې باید یوازې په کور کې کښیني او د کورنۍ چارې تنظیم کړي. دا ډله د ښځو له پوهې ویره لري او د همدې دلیل له مخې یې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې د ښځو پرمخ تړلي دي ترڅو د هغوی د پوهې ترلاسه کولو مخه ونیسي".

د ارغواني شنبې د ورځو د خوځښت مشرۍ میرمن مریم معروف اروین امریکا غږ ته وویل، چې په افغانستان کې د تاریخ په اوږدو کې ښځې قرباني شوي دي او طالبانو هم واک ته د رسیدلو وروسته د ښځو د پرمختګ د مخنیوي لپاره په ډیر سیستماتیک ډول په دې مسله باندې تمرکز کړی دی.

میرمن اروین وویل، په داسې حال کې، چې طالبان د ښوونځیو او پوهنتونونو د تړلو لپاره هیڅ ډول شرعي او منطقي دلیل نلري خو بیا هم یې د ښځو او نجونو پرمخ د علم د حاصلولو دروازې تړلي دي.

میرمن اروین وویل: "طالبان ویره لري، چې که چیرې افغانستان کې ښځې سواد ولري، که چیرې ښځې ښوونځي او پوهنتون ته لاړې شي، ټولنې ته به پوه، بیداره او متحد نسل وړاندې کړي، چې د دوی خرافاتو او بشپړ قبیلوي افکارو په وړاندې به، چې د دین او شریعت په نوم په افغانستان کې پر خلکو تطبیق کوي او هره ورځ انسانان وژني او تروریستي ډلې روزي ګواښونه را ولاړ کړي".

د تیرو شاوخوا شبږو میاشتو راهیسې طالبانو د پوهنتونونو دروازې د نجونو پرمخ تړلي دي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیرندا محمد ندیم د تیر ۲۰۲۲ کال د ډسمبر د میاشتې په وروستۍ اونۍ کې پوهنتونونو ته په یو لیک کې خبر ورکړ، چې د کابینې د پریکړې له مخې په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې تر امر ثاني پورې د ښځو او نجونو په زده کړو بندیز لګول شوی دي.

مولوي ندیم ملي تلویزیون سره په مرکه کې " بې حجابي" ددغې پریکړې د یو علت په توګه یاد کړ.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر وویل:" بي حجابي، د شرعي محرم پرته سفر، منکرات، د نجونو د لیلیو فعالیت او د هلکانو او نجونو ګډ درسي ټولګي په پوهتونونو کې د ښځو او د نجونو د زده کړو د ځنډیدو علتونه دي".

افغانستان په نړۍ کې یوازینی هیواد دی، چې په کې نجونې او ښځې د شپږم ټولګي څخه پورته ښوونځیواو پوهتونونو ته د تللو څخه منع شوي دي.

د نړیوالې ټولنې له خوا د نجونو او ښځو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو د بیرته پرانیستلولپاره د پرله پسې غوښتنو سره سره تراوسه طالبانو د شپږم ټولګي څخه پورته نجونو د ښوونځیو او په پوهنتونونو کې د نجونو او ښځو د زده کړو سره موافقه نه ده کړې.