شاته

روسیې په کیف باندې د بې پیلوټه الوتکو تر ټولو لوی برید کړی 

روسیې تیره شپه پر اوکراین د پوځي یرغل د پیل راهیسې په پلازمینه کیف باندې د بې پیلوټه الوتکو تر ټولو لوی برید وکړ. دا برید په داسې حال کې شوی چې کیف نن د یکشنبې په ورځ مۍ ۲۸ (غبرګولي ۷) د خپل تاسیس د کلیزې نمانځلو ته تیاری نیسي.

د کیف ښاروال ویتالي کلیتشو وویل چې پدې بریدونو کې یو کس وژل شوی دی.

د اوکراین هوايي ځواک ویلي چې تر ۵۰ زیاتې بې پیلوټه الوتکې یې نسکورې کړې، خو دا سمدستي نده څرګنده شوې چې دا ټولې بې پیلوټه الوتکې د کیف ښار کې او که د هیواد په نورو سیمو کې هم وې.

د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د دفتر رئیس اندري یرماک وویل، «د اوکراین تاریخ د اوږدې مودې راهسیې د ناامنه روسانو لپاره غوسه پارونکی دی.»

ولسمشر زیلینسکي د شنبې په ورځ وویل: "نن د بندیز یوه بله ورځ ده." هغه وویل چې په ۲۲۰ شرکتونو او ۵۱ اشخاصو بندیزونه لګول شوي چې "اکثر یې روسي دي - چې د ترهګرۍ لپاره کار کوي."

هغه وویل، «کله چې روسیې دا یرغل پیل کړ، دوی نړۍ ته داسې کتل لکه ځان ته چې په ښیښه کې ګوري.» هغه زیاته کړه، «دوی فکر کاوه چې ګمان کیږي په نړۍ کې هرڅوک د روسیې د بادارانو په څیر متعصب او کرکجن خلک دي. خو نړۍ بل ډول ده - نړۍ زموږ سره د ژوند په ژغورلو کې مرسته کوي."

په ورته وخت کې، د بریتانیا د دفاع وزارت په خپلو ورځنيو استخباراتي تازه معلوماتو کې ویلي چې د روسیې د دولت ملاتړې رسنۍ او سوداګریزې ډلې د اقتصاد وزارت څخه غواړي چې د "له اضافي معاش پرته د جګړې د اقتصادي تقاضاو په اساس" په اونۍ شپږ ورځې کار ته اجازه ورکړي.

د بریتانیا د دفاع وزارت په ټویټر لیکلي چې دې ډلو لا دمخه د روسیې له اقتصاد وزارت څخه د اوږدې کاري اونۍ غوښتنه کړې ده.

تازه راپور وايي چې مارګریتا سیمونیان چې د "روسیې مشهوره پروپاګنډ کوونکې" ګڼل کیږي پدې وروستیو کې له خلکو څخه وغوښتل چې د خپلو منظمو کارونو وروسته هره ورځ د وسلو په فابریکو کې دوه ساعتونه اضافي کار وکړي.

د بریتانیا د دفاع وزارت د رپوټ له مخې د اضافي معاش پرته د اوږدې کاري اونۍ دا غوښتنه د پخواني "شوروي اتحاد په څیر د ټولنیز مجبوریت احساس څرګندوي." دا وزارت زیاتوي چې «د روسیې مشرتابه اقتصادي فعالیت د جګړې په ګټلو کې پریکړه کونکی لامل ګڼي."