شاته

په ګلګت بلتستان کې واورې ښویېدو د یو ماشوم په ګډون 11 تنه کوچیان مړه کړي او لسګونه ټپیان

واشنګټن ـــــ د پاکستان په شمالي سیمه ګلګت بلتستان کې د واورې ښویېدو د یوې کوچي قبیلې په لسګونو کسان لاندې کړي چې د چارواکو په وینا 11 تنه پکې مړه شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

اسوسیېټیډ پریس د ګلګت بلتستان د پولیسو د یوه مشر زیارت علي له خولې لیکلي، چې په وژل شویو کسانو کې څلور ښځې او یو څلورکلن هلک هم شامل دي.

د ګلګت بلتستان د قدرتي فتونو د انتظام اداره وایي، دا پېښه د جمعې په ورځ ناوخته د استور ضلعې په شاونټر تحصیل کې هغه وخت وشوه چې د څو کورنیو کسان له خپلو مېږو (ګډو) وزو سره له کشمیره دې سیمه ته ور روان وو.

ادارې په یو بیان کې ویلي چې تر واورو د لاندې شویو کسانو مړي یې را ایستلي دي او ټپیان یې ځایي روغتون ته وړي دي، چې وایي د ټولو حالت ښه نه دی. په ټپیانو کې هم یو ماشوم شامل دی.

رویټرز خبري ایجنسۍ وایي په پېښه کې 13 کسان ژوبل شوي دي، خو اسوسیېټیډ پریس بیا وایي چې 25 کسان ټپیان شوي دي.

د استور دیامر ډیویژن د پولیسو مرستیال مشر طفېل میر اې پي ته ویلي، چې د خلکو د ژغورنې ډلې اغېزمنې سیمې ته په رسېدو کې له ستونځو سره مخ دي ځکه چې وایي سیمه لرې او پېچلې ده.

چارواکي وایي د ژغورنې په چارو کې د پوځ دوه هیلکاپټر هم شامل دي او ځایي خلک هم د خلکو په را ایستلو کې مرسته کوي. یو ځایي تن محمد کیشرو اې پي ته ویلي، "اوس هم واوره اوري، خلک له ډېرو ستونځو سره مخ دي".

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف پر دې پېښه خفګان ښکاره کړی او په یو ټویټر کې یې په پېښه کې د وژل شویو کسانو له کورنیو سره خواخوږي ښکاره کړې ده. شهباز شریف د دې پېښه وجه موسمي بدلون بللی دی:

"د موسمي بدلون د اغېزو له کبله په پاکستان کې دا ډول پېښې په زياتېدو دي. ټولې نړۍ ته پکار ده چې له داسې خطرناکو اثراتو د پاکستان غوندې پرمختلونکو هېوادونو- چې مخکې هم له اقتصادي ستونځو سره مخ دی- د ژغورنې لپاره خپلې ذمه وارۍ پوره کړي".

په دوبي یا اوړي کې هر کال کوچیان له خپلو رمو یا مالونو سره د پنجاب له میدانونو د کشمیر درې لوړو له وښو ډکو سیمو ته ځي او بیا له هغه ځایه د شاونټر کنډو یا غاښي له لارې ګلګت بلتستان ته ځي.

پاکستان په وروستیو کلونو کې د وسي یا پشکال د بارانونو او د شمالي سیمو په غرونو کې د کنګل د ویلې کېدو له پېښو سره مخامخ دی په هغو 10 هېوادونو کې شامل دی چې د موسمي بدلونونو له کبله د قدرتي پېښو خطر پکې سېوا دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00