شاته

پنجاب: د ترهګرۍ ضد محکمې پولیسو د داعش اؤ ټي ټي پي د "12 ترهګرو" د نیولو دعوه کړې ده

د پنجاب د ترهګرۍ ضد محکمې پولیس وایي ددغه صوبې بېلابېلو سیمو کې یې د وسلوالو پرضد د استخباراتي معلوماتو په اساس عملیات کړي اؤ دعوه کوي چې "د ترهګرو ډلو داعش اؤ تحریک طالبان 12 وسله وال یې نیولي دي".

دخالي یا شنبې په ورځ د پنجاب د ترهګرۍ ضد محکمې پولیسو پخپل یو لنډ بیان کې ویلي دا ترهګر د پنجاب په راولپینډۍ، سرګودها، ملتان اؤ ګجرانواله سیمو کې نیول شوي دي.

بیان کې د نیول شوؤ ترهګرو په اړه زیات معلومات نه دي ورکړل شوي خو یوازې دومره ویل شوي چې دوي دترهګرۍ بیلابیلو پېښو کې ککړ وؤ اؤ تعلق یې د داعش اؤ ټي ټي پي سره دی.

پولیسو دعوه کړې ده چې چې دنیول شوؤ وسلوالو د ولکې نه یې چاودیدونکي مواد، ځانمرګي جېکټونه اؤ وسلې هم تر لاسه کړې دي.

تر دې وړاندې د روانې میاشتې په 13مه نېټه هم دپنجاب دترهګرۍ ضد محکمې پولیسو دپنجاب صوبې د یادو سیمو نه د داعش اؤ تحریک طالبان پاکستان د څلورو ترهګرو د نیول کیدو دعوه کړې وه .

دا په داسې حال کې ده چې په دې وورستیو کې د پاکستان بیلابیلو سیمو کې د ترهګرۍ پېښې یو وارې بیا سیوا شوې دي اؤ د پاکستان پوځ اؤ حکومت منلې ده چې د عمران خان د حکومت په تېره دوره کې ترهګرو سره نرمه رویه د دې سوب شوې ده چې ترهګر ځان نور منظم اؤ خپل ترهګریز فعالیتونه پراخه کړي.

د ترهګرو لخوا په وروستیو ترسره شوؤ بریدونو کې زیاتره امنیتي ځواکونه په نخښه کړل شوي دي اؤ ددې بریدونو ذمه وارۍ زیاتره ټي ټي پي اؤ داعش په غاړه اخستې دي.

د روانې مئ میاشتې په پیل کې د غیرسرکاري څېړنیزې ادارې پاکستان انسټي ټیوټ فار کانفلیکټ اینډ سیکیورټی سټډیز په یو رپورت کې مخې ته د راغلو شمېرو له مخې د اپریل په میاشت کې د ترهګرۍ پېښو کې 23 فیصدي اؤ په دې کې اوښتو ځاني زیانونو کې 17 فیصدي اضافه لیدل شوې ده.

دغه رپورټ ښایي چې خېبر پښتونخوا صوبه ترهګرۍ تر ټولو زیاته ځپلې ده اؤ قبایلي ضلعو کې دترهګرۍ پېښې 100فیصدي زیاتې شوې دي.

رپورټ وایي په تېره میاشت کې امنیتي ځواکونو ته اوړیدلو ځاني زیانونو کې هم 35 فیصدي اضافه ریکارډ کړل شوې ده.

پورټ کې ویل شوي چې امنیتي ځواکونو هم تېره میاشت دتندلارو اؤ ترهګرو پر ضد خپل عملیات لا پسې سیوا کړي دي اؤ په بیلابیلو عملیاتو کې 41 ترهګر وژل شوي اؤ 40 نور نیول شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00