شاته

عمران خان حکومت سره مذاکراتو لپاره ډله اعلان کړه خو نواز شریف ورته مذاکراتو نه سکوټ انکار کړی

په داسې حال کې چې د پاکستان دننه د پخواني وزیراعظم عمران خان د ګوند پاکستان تحریک انصاف نه د ګوندي مشرانو د وتلو لړۍ دوامداره ده، عمران خان حکومت سره د مذاکراتو لپاره خپله ډله اعلان کړې ده خو مرکز کې د واکمن ګوند مشر نواز شریف تحریک انصاف سره د خبرو اترو نه سکوټ انکار کړی دی.

په عین حال کې حکومت دتحریک انصاف ګوند په تېر حکومت کې دمهمو (پخوانیو) وزیرانو سفارتي پاسپورټونه منسوخ کړي اؤ په مرکز کې د واکمن ګوند مسلم لیګ (ن)مشر میا نواز شریف عمران خان سره د مذاکراتو نه انکار کړی دی.

د جمعې په ورځ عمران خان هیواد کې د روان تاوتریخوالي پای ته د رسولو په خاطر دمذاکراتو پیل کولو غوښتنه کړې وه اؤ پرون د شنبې یا خالي په ورځ یې د خپل ګوند اووه کسیزه کمیټي په داسې حال کې اعلان کړې ده چې حکومت دعمران خان دمذاکراتو وړاندیز رد کړی دی.

دعمران خان لخوا خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي دهغه دګوند مشران شاہ محمود قریشي، پرویز خټک، اسد قیصر،حلیم عادل شیخ، عون عباس، مراد سعید اور حماد اظهر به د مذاکراتي کمیټۍ غړي وي اؤ دا کمیټه به حکومت سره د انتخاباتو په اړه تګلاره ټاکي.

خو تر دې یوه ورځ وړاندې چې عمران خان حکومت نه دمذاکراتو پیل کولو غوښتنه کړې وه په ځواب کې یې مرکزي وزیر خواجه سعد رفیق ویلي وؤ چې عمران خان د مذاکراتو موقعه دلاسه ورکړې ده.

د خالي- شنبې په ورځ پخواني وزیراعظم اؤ په مرکز کې د واکمن مسلم لیګ نواز ګوند مشر میا نواز شریف د عمران خان لخوا د مذاکراتو غوښتنه رد کړې ده اؤ په ټویټر یې لیکلي چې خبرې اترې یوازې دسیاستدانانو سره کیږي.

نوازشریف ویلي کومو ترهګرو چې هیواد ته اور لګولی،دشهیدانو دیادګارونو سپکاوی یې کړی هغوي اؤ د ورانکارو د ډلې سره به هیڅ رقم خبرې ونه شي.

عمران خان حکومت سره دمذاکراتو لپاره دخپل ګوند کمیټي په داسې حال کې اعلان کړې ده چې دده دګوند نه تر اویاؤ زیات مهم مشران تر اوسه اوښتي دي اؤ دغه لړۍ لا دوامداره ده،

تېره ورځ هم دتحریک انصاف ګوند مهم مشر اؤ دسیند صوبې پخواني ګورنر عمران اسماعیل،پېښور نه دقامي اسمبلۍ پخواني غړي شوکت علي،پنجاب نه دقامي اسمبلۍ پخواني غړي راجه خرم نواز،دپنجاب صوبې پخوانیو وزیرانو هاشم ډوګر اؤ رای تیمور دتحریک انصاف ګوند نه د وتلو اعلانونه کړي دي.

کله چې عمران خان پرون دخپل ګوند مذاکراتي کمیټه اعلان کړه نو دهیواد ددفاع وزیر په ټولنیزه رسنۍ ټویټر دعمران خان په دې اعلان طنز وکړو اؤ وی لیکل که چرې راتلونکو ورځو کې دا کسان پي ټي ایي ته مخه ښه ووایي نو پکار ده چې دمتبادل په توګه نامې یې هم اعلان کړل شي.

دعمران خان پلویان اؤ دګوند مشران وروسته له هغې دسختو حالاتو سره مخ شوي چې په نهم مئ دغبن په یوه قضیه کې عمران خان دنیب لخوا ونیول شو اؤ دګوند پلویانو یې ګرد هیواد کې له قهره ډک احتجاجونه پیل کړل.

ددغو احتجاجونو په مهال مظاهرین په راولپنډۍ کې په پوځي مرکز جي اېچ کيو، او لاهور کې د کور کمانډر په کور ورغلي وؤ اؤ اورونه یې ورته اچولي وؤ.

ددې ترڅنګ پاریدلو مظاهره چیانو ګاډي مات کړي وؤ او نورو سرکاري ودانيو ته پرې د تاوانونو اړولو تورونه لګول شوي وو.

اوړمه ورځ د پاکستان د کورنيو چارو وزير رانا ثناالله ویلی وؤ ، د نهمې مئ د پېښو وروسته په ټول ملک کې(دتحریک انصاف دمشرانو اؤ غړو خلاف) 499 مقدمې [اېف ايي اررز] درج کړی شوي، 88 پکې د ترهګرۍ د مادو لاندې او پاتې د نورو مادې لاندې درج کړی شوي دي او د 33 کسانو قضيې پوځي چارواکو ته سپارل شوي دي.

عمران خان دعوه کوي چې دنهم مئ دپېښو نه وروسته دهغه دګوند دمشرانو اؤ فعالینو په کورونو پولیس چاپې وهي اؤ تر دې ساعته یې دپي ټي ایي تر10 زیات پلویان نیولي دي.

دتحریک انصاف ګوند ګڼ شمیر مشران له نیول کیدو وروسته چې کله د زاندانونو نه راخوشې کیږي نو دخپل ګوند پرېښودلو اعلانونه کوي اؤ عمران خان تور لګولی چې دوي په زوره دګوند په پرېښودلو مجبوره کړی کیږي.

پاکستاني رسنۍ وایي چې دامهال دتحریک انصاف ګوند زیاتره مرکزي مشران ددغه ګوند نه اوښتي دي اؤ چې کوم پاتې دي هغوي دګرفتاریو له ویرې پټ‌ شوي دي.

په عین حال کې پاکستاني رسنیو دخالي په ورځ خبر ورکړی چې حکومت دتحریک انصاف ګوند په تېر حکومت کې دګڼ شمیر (پخوانیو) وزیرانو سفارتي پاسپورټونه منسوخ کړي دي.

دتحریک انصاف دکومو مشرانو پاسپورټونه چې منسوخ کړل شوي هغوي کې شاه محمود قریشي،اسدعمر،پرویز خټک،شیخ رشید،عون عباسي،علي امین ګنډاپور،علي محمد خان،فرخ حبیب،زرتاج ګل اؤ اعظم سواتي نومونه شامل دي.

حکومت لا په رسمي توګه په دې اړه څه اعلان نه دی کړی اؤ نه هم پاکستان تحریک انصاف ګوند پرې څه غبرګون ښکاره کړی دی

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00