شاته

جنرال برهان د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی په درغلۍ او ناسمو معلوماتو خپرولو تورن کړ

د سودان د پوځ لوی درستیز چې نږدې یوه میاشت کیږي د خپل پخواني مرستیال سره په کورنۍ جګړې کې ښکیل دی، شنبه مې ۲۷ (غبرګولي۶) په یو لیک کې د سودان لپاره د ملګرو ملتونو په ځانګړي استازي تور لګولی چې د ملیشو او پوځ تر منځ جګړې ته یې لمن وهلې.

په لیک چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوتریش ته استول شوی جنرال برهان په ځانګړي استازي ولکر پیرتیز تور لګولی چې ملګرو ملتونو ته یې پخپل راپور کې د "اجماع تیر ایستونکی انځور" وړاندې کړی او دا تور یې هم لګولی چې "که همدا هڅوونکې نښې نښانې نه وی"، د یاغیانو مشر محمد حمدان ډاګلو خپل نظامي عملیات نه پیل کول.

د سودان د پوځ لوی درستیز په لیک کې د ښاغلي ګوتریش څخه غوښتي چې د دې ځانګړی استازي پر ځای دې بل څوک ورواستوي.

خو بل پلو بیا د ملګرو ملتونو مشر د ښاغلي برهان په لیک حیراني څرګنده کړې او دا یې هم ویلي چې د ځانګړي استازي ولکر پرتیز په کار ویاړي.

ښاغلي ګوتریش د ځانګړي استازي په کار او فعالیت د بشپړ ډاډ څرګندونه هم کړې.

سره لدې چې معلومه نده د سودان پدې تازه کورنۍ جګړې کې لومړی کومې ډلې ډزې کړي او جګړه یې پیل کړې خو د سودان د پوځ لوی درستیز د ملګرو ملتونو په ځانګړي استازي تور پورې کړی چې د "سیاسي بهیر د مرستې کولو پر وخت درغلي کړې او غلط معلومات یې ورکړي".

د جګړې د پیل کیدو څخه وړاندې ټاکل شوې وه چې جنرال برهان د خپل پخواني مرستیال جنرال ډاګلو سره خبرو ته سره ناست وی چې د ملګرو ملتونو په منځګړتوب او مرستې ترتیب شوې وې خو په همدې ورځ د سودان پایتخت خرطوم د جګړې په سیمې بدل شو.

جنرال برهان او جنرال ډاګلو په ګډه په ۲۰۲۱ کال کې تر کودتا کولو وروسته د ملکي ادارې څخه واک ونیوه او د ملګرو ملتونو په منځګړتوب د دې غونډې هدف دا و چې واک بیرته ملکیانو ته وسپارل شي.

خو د حالاتو تر خرابیدو وروسته نړیوالې ټولنې کوښښ وکړ چې د جنرال حمدان ډاګلو په مشرۍ نیمه پوځي ملیشه ځواکونه د سودان په ملي پوځ کې ورګډ کړي.

د تیر کال راپدیخوا د سودان د پوځ او اسلامي ډلو پلویانو په سودان کې د ملګرو ملتونو د ماموریت پر ضد چې مشري یې ښاغلي پیرتیز کوي، څو ځله مظاهرې کړي. مظاهره چیان د ملګرو ملتونو په ځانګړي استازې د بهرنۍ لاس وهنې تورونه لګوي او له دندې لیرې کیدل یې غواړي.

ښاغلی پرتیز هم وایي چې په سودان کې د جګړې پیل کیدو حیران کړی.

جنرال برهان تیره اوونۍ په رسمي توګه خپل پخوانی مرستیال جنرال ډاګلو له دندې لیرې کړ او پر ځای یې د یاغیانو یو بل مشر مالیک اګار وټاکه.

ښاغلي اګار د جنرال برهان د لیک څرګندیدو څخه وروسته ویلي و چې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي سره یې پدې هکله خبرې کړي چې څنګه په سودان کې کورنۍ جګړه ختمه شي او د حل لارې چارې ولټول شي.

په همدې حال کې د سیاسي چارو مبصرین چې د سودان په هکله معلومات لري وایي چې ښایي د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ویزه به باطله شي او اجازه به ورنکړل شي چې بیا سودان ته ولاړ شي.