شاته

اردوغان: ټاکنو کې ګډون وکړئ؛ قلیچداراوغلو:هیواد د تیارې له کندې وژغورئ

د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان د ټاکنیزو سیالیو په وروستۍ ورځ د ترکانو څخه وغوښتل، چې د ټاکنو په دوهم پړاو کې، دې چې ټاکل شوې د یکشنبې په ورځ د مۍ ۲۸(جوزا اووم) ترسره شي په پراخه توګه ګډون وکړي.

په عین حال کې د ترکیې په ټاکنو کې د مخالف ائتلاف مشر قلیچداراوغلو له رایې ورکوونکو غوښتي، چې خپل هیواد د دوه لسزو د "تیارې کندې" څخه راوباسي.

اردوغان په داسې حال کې، چې خپلو پلویانو ته وینا کوله وویل:"ایا سبا د رایې اچونې صندوقونو ته ځو؟ ایا د لومړنیو ساعتونو څخه خپلې رایې په صندوقونو کې اچوو؟ مونږ نه غواړو، چې هیڅ څوک، چې د ټاکنو په لومړي پړاو کې یې رایې ورکړې له لاسه ورکړو".

د ترکیې جمهور رئیس وویل:" مونږ هغه کسان، به وهڅو، چې په دې نه دي توانیدلي، چې ( په لومړي پړاو کې د رایې اچونې مرکزنو ) ته لاړ شي. ایا کوم کار مو، چې د مۍ په ۱۴ نیمګړی پریښی په بشپړ اکثریت او په لا زیاتې متفاوتې هیلې به یې بشپړ کړو".

اردوغان د مۍ په ۱۴ د جمهوري ریاست په ټاکنو کې ۴۹.۵ فیصده رایې اخیستې وې، خو په دې ونه توانید، چې ۵۰ فیصده رایې ترلاسه کړي. خو د اردوغان د "عدالت او پرمختګ" په مشرۍ ائتلاف په دې وتوانید، چې په پارلمان کې اکثریت څوکۍ ترلاسه کړي.

د جمهوري ریاست دواړه نوماندان هڅه کوي، چې هغه اته میلیونه رایې ورکوونکي، چې د ټاکنو په لومړي پړاو کې یې ګډون نه و کړی په ټاکنو کې ګډون او د هغوی په ګټه د خپلو رایو کارونې ته وهڅوي.

قلیچداراوغلو، چې د شپږو مخالفو ګوندونود یو ائتلاف له خوا یې ملاتړ کیږي، ویلي، چې پر هرچا، چې ترکیه ګرانه وي باید رایې ورکړي.

هغه د خپل ټویټر په پاڼه په یو ټویټ کې ویلي:" که په رښتیا غواړئ، چې ټول یو ځای د تیارې کندې څخه ووځو زه د خپلو ټولو خلکو پرته د هغوی د نظریاتو او د ژوند د بڼې غواړم، چې دا وروستي وتل دي. هرچاته،چې هیواد ګران دی باید د رایې اچونې مرکزونو ته لاړ شي".

د جمهوري ریاست د ټاکنو په لومړي پړاو کې د افراطي ملي ګرایانو نوماند سینان اوغان، نږدې پنځه فیصده رایې ترلاسه کړې وې. هغه د ټاکنو په دوهم پړاو کې د اردوغان څخه ملاتړ اعلان کړی دی.

تحلیلګرانو له اردوغان څخه ددغه نوماند د ملاتړ اغیز تر پوښتنې راوستې ده، ځکه، چې د هغوی په نظر د اوغان په مشرۍ کوچني ګوند یوازې د څو میاشتو راهیسې سیاسي فعالیت پیل کړی دی او د هغه پلویان د دواړو نوماندانو رجب طیب اردوغان او کمال قلیچدار څخه ناراضه دي.

خو ددې سره سره د هغه ملاتړ کولی شي د قلیچداراوغلوپه ټاکنیزو سیالیو منفي اغیز ولري، ځکه، چې هغه د ملي ګرایانو د رایو ترلاسه کولو په هڅه کې دی.هغه هم ژمنه کړې، چې واک ته د رسیدلو سره سم به ټول کډوال له ترکیې څخه وشړي.

کیلیچداراوغلو هم د ټاکنو د ګټلو په صورت کې له ترکیې څخه د کډوالو د شړلو اعلان کړی دی .

د اټکل له مخې د ۶۰ میلیونو څخه زیاتو رایې ورکوونکو ته به د یکشنبې په ورځ د ترکیې په وخت د سهار اته بجې د رایې اچونې مرکزونه پرانیستل شي.

اټکل کیږي، چې د رایې اچونې غیر رسمي پایلې به د یکشنبې د ورځې ترپایه اعلان شي.