شاته

د ایراني ځواکونو او طالبانو تر منځ‌ پر ګډه پوله جګړه شوې، یو طالب او دوه ایراني عسکر وژل شوي

واشنګټن ــــ د ایراني سرحدي ځواکونو او د طالبانو د عسکرو تر منځ پر ګډه پوله نښته شوې چې د طالبانو د ویاند او د ایران د سرکاري مېډیا په وینا په ډزو کې دوه ایراني عسکر او یو د طالبانو عسکر وژل شوي دي.

طالبان او ایراني چارواکي دواړه وایي چې د دواړو اړخونو تر منځ د څو ګنټو تر ډزو وروسته نښته پای ته رسېدلې ده.

پر ټولنیزو رسنیو د افغانستان د غاړې په څو خپرو شویو ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې د ایران او طالبانو له لوري یو پل بر د درنو او سپکو وسلو د ډزو اوازونه اورېدل کېږي. په ځینو نورو ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې د طالبانو پوځي ګاډي او ټېنکونه روان دي او ویل کېږي چې د ایران پولې ته ځي.

رویټرز خبري ایجنسۍ وایي‌ سمدستي دا نه ده واضح شوې چې د شنبې- خالي په ورځ د شوې پېښې سبب څه وو، چې پکې ګڼ شمېر کسان ټپیان شوي هم دي، خو دا نښته په داسې وخت شوې چې د دواړو هېوادونو تر منځ د هلمند د اوبو پر سر اختلافات روان دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور تور پورې کړی چې لومړی ایراني ځواکونو د نیمروز ولایت کې د افغانستان خواته ډزې کړې چې وایي بیا د دوی عسکرو هم ځوابي ډزې ورباندې پیل کړې.

ټکور د شنبې- خالي په ماخوستن پر ټویټر لیکلي چې په دغه نښته کې له دواړو خواوو یو یو تن وژل شوی او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي:

"موضوع د دواړو غاړو تر مشرانو رسېدلې او اوس وضعیت د کابو کېدو په حال کې دی، اسلامي امارت د نښتو پلوي نه کوي. "

خو ایران بیا پر طالبانو لومړی د ډزو کولو تور پورې کړی دی. د ایران سرکاري خبري ایجنسۍ ایرنا د پولیسو د مرستیال مشر قاسم رضايي له خولې ویلي، چې د شنبې- خالي په سهار طالبانو د سیستان بلوچستان خواته ډزې پیل کړې دي.

دغه ایراني چارواکي د مرګ ژوبلې په هکله څه نه دي ویلي، خو د تسنیم خبري ایجنسۍ د رپوټ له مخې "په نښتو کې سپکې او نیمې سپکې وسلې او ګوله بارود هم کارول شوي دي"، اې پي د ایرنا د خبر له مخې وایي "ایران درانه ځاني او مالي زیانونه واړول".

د ایران د پولیسو مرستیال مشر قاسم رضايي وایي ایراني ځواکونو د طالبانو د ډزو سخت ځواب ورکړی او د پولیسو مشر یې سرحدي ساتونکو ته امر کړی چې "په زړورتیا او هوډ سره د سرحدونو دفاع وکړي او هیچا ته اجازه ورنه کړي چې سرحدونو ته ننوځي."

که څه هم تهران او طالبان تر خپل منځ سفارتي اړیکې لري، خو ایران د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني او په دې وروستیو کې د هلمند د سیند د اوبو د وېش پر سر د دواړو هېوادونو اړیکې خرابې شوې دي.

تېره اوونۍ ایران له افغانستانه وغوښتل چې ددې هیواد "د اوبو حق" ته درناوی وکړي او تور یې پورې کړ چې د افغانستان لور ته پر سیند یو بند د هلمند رود د هغو اوبو د ور بهېدو مخه نیسي چې د ګډې پولې په اوږدو کې تېرېږي.

د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي د مې پر 18مه سیستان بلوچستان ته د سفر په وخت د طالبانو حکومت ته خبرداری ورکړی وو چې د هلمند له سینده دې د ایران د سیستان بلوچستان خلکو د اوبو حق ورکړي.

رئیسي خبریالانو ته ویلي وو چې د طالبانو حکومت دې د ایران د حکومت منطق عادی نه ګڼي، ځکه چې وایي تهران د هلمند سیند په اوبو کې د خپل حق په اړه "ډیر سنجیده" دی.‌

د ایراني صدر د دغو څرګندونو په جواب کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د مې پر 18مه په اعلامیه کې ویلي وو، د افغانستان او ایران تر منځ چې د اوبو تړون په 1973م کال کې لاسلیک شوی تر اوسه پر خپل ځای دی او طالبان ژمن دي چې پر شوو ژمنو باندې عمل وکړي.

د اوبو د دې تړون له مخې افغانستان باید په کال کې 817 میلینه کیوبیک میټره د هلمند سیند اوبه ایران ته ورکړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00