شاته

په خېبر پښتونخوا کې ولې لا په لویه کې د پي ټي ايي نه مشران نه دي منحرف شوي؟

د پخواني وزیراعظم عمران خان د ګرفتارۍ خلاف احتجانو کې په نهمه می د تشدد او د پاکستان تحریک انصاف د فعالانو په ضد د حکومتي اقدماتو د شروع کېدو نه پس د ګوند یو شمېر مرکزي مشرانو پي ټي ايي او سیاست د پرېښودو اعلانونه کړي خو د وي او ای اردو څانګه په خپل رپورټ کې پوښتنه کوي چې په خېبر پښتونخوا کې ولې تروسه کوم د ذکر وړ رهنما پي ټي ايي نه د لارې بېلولو اعلان نه دی کړی؟

د وي او ای د اردو څانګې د رپورټ ترمخه، سیاسي مبصرین فکر کوي چې په خېبرپښتونخوا کې د پي ټي ايي مشران یا خو د څه مصلحت دلاندې خاموش دي یا او اوس هم د عمران خان سره په کللکه ولاړ دي.

رپورټ وايي د نهمې می نه د واقعاتو نه پس په خېبرپښتونخوا کې د لس کاله حکومت کونکي ګوند نه خو څه باضابطه غونډه شوې او نه هم د پي ټي ايي مشرانو مشاورت کړی دی.

د خېبرپښتونخوا د پي ټي ايي څانګې د ګوند د فعالانو په ګرفتاریو او مقدمو د مذمت څه بیان هم مخې ته نه دی راغلی.

شاهد حمید وویل په پي ټي ايي کې که د عمران خان نه پس بل څوک په مضبوط ځای ولاړ دي نو هغه پروېزخټک دی چې د قومي اسمبلۍ د اتوو او د صوبايي اسمبلۍ 22 غړو حمایت لري
شاهد حمید وویل په پي ټي ايي کې که د عمران خان نه پس بل څوک په مضبوط ځای ولاړ دي نو هغه پروېزخټک دی چې د قومي اسمبلۍ د اتوو او د صوبايي اسمبلۍ 22 غړو حمایت لري

پرویر خټک او محمود خان په صوبه کې د پي ټي ايي اعلا وزیرانو وو او د دوی د کابېنې د پخوانیو غړو په شمول په وفاقي حکومت کې هم د خېبر پښتونخوا د پي ټي ایي عهدېدارانو په لویه شمېره کې د استعفاګانو څه بیانونه مخې ته نه دي راغلي.

ځیني تجزیه کار ګڼي چې په خېبرپښتونخوا کې د پي ټي ايي رهنما د ګوند سره ولاړ نه دي بلکې خاموشه دي.

څېړنکار خادم حسین وايي په صوبه کې د پي ټي ايي په صفونو کې معني خیز خاموشي ده او داسې محسوسېږي چې د داخلي یا د خارجي عواملو په بنیاد ورسره ریاعت کېږي.

د وي او ای سره خبرو کې خادم حسین وویل چې د پي ټي ايي سره منسلک ځوانانو ته احساس شوی دی چې په تېرو لسو کلونو کې د ګوند کارکردګي حوصله افزا نه وه نو اوس دا ځوانان بېرته پخوانیو پارټیو ته ورخي.

په پېښور کې د صحافیانو عرفان خان او شاهد حمید وېنا وه چې په خېبرپښتونخوا کې د پي ټي ایی د مستقل دار او مدار په پروېز خټک دی.

شاهد حمید وي او ای ته وویل پروېز خټک به ګوري چې کوم ګوند یې پزیرايي کوي خو په دې لړ کې د هغه نظر په پي ډي اېم کې شاملو ډلو دی.

خبریال عرفان خان وايي پخواني وفاقي وزیر جهانګیر ترین هم د دې حالاتو نه ګټه اخیستلو په کوښښ کې دی او د خپلو ملګرو سره یې صلاح مشورې شروع کړي دي.

د خېبرپښتونخوا پخوانی اعلا وزیر محمود خان
د خېبرپښتونخوا پخوانی اعلا وزیر محمود خان

د هغه وېنا وه چې په خېبر پښتونخوا کې د پي ټي ايي زیارتره مشران خپل سیاسي مستقبل محفوظ ساتلو دپاره به د یو ګروپ یا ډلې په شکل کې یو ځای وي او متفقه فېصله به هم کوي.

شاهد حمید وویل په پي ټي ايي کې که د عمران خان نه پس بل څوک په مضبوط ځای ولاړ دي نو هغه پروېزخټک دی چې د قومي اسمبلۍ د اتوو او د صوبايي اسمبلۍ 22 غړو حمایت لري.

د دې رپورټ دپاره به خېبر پښتونخوا کې د پي ټي ايي د قیادت سره د رابطو کوښښونه وشول خو جواب یې ترلاسه نه شو.

د ځینو مبصرینو خیال دی چې په خېبرپښتونخوا کې د پي ټي‌ ايي په لویه پېمانه د نه ماتېدو بنیادي سبب په صوبه کې په عوامي کچه د عمران خان مقبولیت هم دی.

د پولس د معلوماتو ترمخه په خېبرپښتونخوا کې د پرتشدد مظاهرو په الزام کې 1951 کسان ګرفتار کړی شوي دي. په ګرفتار شویو کسانو کې 507 د پېښور علاقې، 578 د مردان علاقې، 317 د ملاکنډ او 170 د هزارې دي. د کوهاټ 224، بنو 148 او د ډیره اسماعیل خان 60 کسان ګرفتار شوي دي.

د پولیس وېنا ده چې په کوز ډیر کې ګرفتار شویو کسانو کې د صوبايي اسمبلۍ څلور پخواني غړي هم شامل دي.

په مردان او صوابۍ کې د کېپټن کرنل شیر خان او د نورو پوځیانو مجسمې د ماتولو په لړ کې د اووه نه زیات مبینه مرکزي ملزمان نیول شوي دي.

د خېبرپښتونخوا د خزانې پخوانی وزیر تېمور سلیم جهګړا
د خېبرپښتونخوا د خزانې پخوانی وزیر تېمور سلیم جهګړا

د وي او ای رپورټ وايي په خېبرپښتونخوا کې د نهمې می په واقعاتو کې ککړو د پي ټي ايي غړو د نیولو دپاره د وزیراعظم شهبازشریف په هدایاتو په پېښور د جمعې په ورځ غونډه وشوه. د سرکاري بیان ترمخه په غونډه کې د پولیس او د پوځي ادارو نمایندګانو شرکت وکړو، ګرفتاریو دپاره یې مشترکه تګلاره وټاکله او د اقداماتو د چټک کولو فېصله یې وکړه.

په سرکاري بیان کې وویل شوو چې د مطلوبه کسانو د ګرفتارۍ دپاره مشترکه ډلې د جوړولو فېصله وشوه. غونډې ته وویل شوو چې په نهمه او لسمه می د اور لګولو او اثاثې د ماتولو دپاره احکامات جاري کونکي د صوبايي اسمبلۍ پخواني غړي او پخواني صوبايي وزیران چې نامزد شوي دي مفروران دي.

د بیان ترمخه، په درج شویو اېف ايي ار کې د خېبرپښتونخوا د خزانې پخوانی وزیر تېمور سلیم جهګړا، کامران بنګښ، شوکت علي، ارباب شیر علي، فضل الاهي، ملک واجد، محمد اصف، عارف یوسف، یونس ظهیر، مینا خان افریدي او نور شامل دي چې د ګرفتارۍ کوښښونه یې دوام لري.

څو ورځي وړاندې د پېښور های کورټ څو ورځې مخکې 150 یو شان خواستونه منظور کړل او د تري اېم پي او قانون د لاندې شوي ګرفتارۍ يې غیر قانونې وټاکلې.

عمران خان د هغه د ګرفتارۍ خلاف احتجاجونو کې د تشدد غندنه کړې. هغه ویلي په مظاهرو کې تشدد د راپارولو دپاره په مظاهرو کې د بهر نه خلک ورشامل کړی شوي وو. هغه غوښتنه کړې چې د مظاهرو دې تحقیقات وکړی شي.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای اردو څانګې د رپورټ نه اخیستل شوي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00