شاته

روس صومالیه ته د پوځي امداد وړاندیز کړی

د صومالیه سفارتکارانو د جمعې په ورځ وویل چې د الشباب وسله والې ډلې خلاف جنګ کې روس د صومالیه امنیتي ځواکونو ته د پوځي مرستې وړاندیز کړی دی.

د صومالي سفارتکارانو ترمخه چې د نوم نه څرګندولو په شرط یې خبرې کولې وویل د روس خارجه وزیر سرګی لاو رو په ماسکو کې د صومالیه خارجه وزیر بشیر عمر جما ته صومالي امنیتي ځواکونو سره د پوځي امداد وړاندیز وکړو.

یو سفارتکار وویل روس تیار دی چې د الشباب په ضد د صومالیه جنګ قوي کولو دپاره صومالیه ته پوځ ساز او سامان ورکړي.

د وي او ای د رپورټ ترمخه، سفارتکارانو دا واضحه نه کړه چې روس صومالیه ته د څه قسمه پوځ سامان د ورکولو پېشکش کړی دی. په صومالیه د ډیر وخت راهسې د متحده قومونو د وسلې پابندي لګېدلې ده.

په 1992 کې په صومالیه کې د خانه جنګۍ او د نسلي تشدد د شروع کېدو نه پس د متحده قومونو سېکیورټي کاونسل صومالیه ته د وسلو په ورکولو پابندي ولګوله. په 2013 کې داسلامي وسله والو خلاف د صومالي ځواکونو په جنګ کې د مرستې دپاره په دغه بندیز کې په جزوي توګه نرمي وکړی شوه.

صومالیه سره د روس د پوځي اعلان نه څو ګنټې مخکې د الشباب وسله والو د صومالیه سرښار موغاديشو نه 110 کلومېټره په فاصله په یو کلي کې په پوځي مرکز حمله وکړه. په مرکز کې د یوګنډا ځواکونه مېشته وو.

د لاو رو او د جما په خبرو کې دواړو خارجه وزیرانو د دواړو ملکونو په تعلقاتو خبرې وکړې چې په کال 1960 کې د صومالیه د ازادۍ او روس د صومالیه د تسلیمولو راهسې شروع شوي‌ دي.

لاو رو دا هم وویل چې هغه او جما به د روس او افریقي د سرمشریزي غونډې د تیارۍ په اړه هم خبرې کوي چې د جولای په میاشت کې د روس په سېنټ پیټرزبرګ کې کېدونکي ده.

د وي او ای رپورټ وايي روس او صومالیه د معمول سفارتي تعلقات لري او ماسکو څو ځله صومالیه ته بشري امداد ورکړی دی.

په 2020 کې صومالیه په داسې حال کې د روس ته قهرجن ردعمل وښودلو چې روسي مطبوعاتو وویل روس د صومالیه هغه 10 قزاقان په ازاد سمندر کې پرېښودل چې د یمن د ساحل سره نزدې پې د روسي سمندري جهاز د تښتولو الزام لګول شوی و.

د صومالي چارواکو په قول دغه قزاقان ساحل ته نه دي رسېدلي او ممکنه ده چې مړه شوي‌ دي.

د صومالیه خارجه وزارت غوښتنه وکړه چې روس دې صومالیه نه معافي وغواړي او دا پېښه د دواړو ملکونو تعلقات خبرابولی شي.

د دې نه پس د صومالیه دوو وزیراعظمانو د روس اعلا چارواکو سره ملاقاتونه کړي او صومالي پوځ د مضبولو دپاره یې ترې د مرستې غوښتنه کړې ده.

په وروستیو کلونو کې صومالي سفارتکارانو د وي او ای صومالي څانګې ته ویلي چې روسي پوځ په بحیره احمر کې د ممکنه مرکز دپاره د صومالي لېنډ په بربېره بندر ته نظر ساتلی دی.

د تېر کال د نومبر په میاشت کې روس، چین، ګېبون او ګانا د متحده قومونو په سېکورټي کاونسل کې په صومالیه د وسلو دبندیز بحال ساتلو د قرارداد مخالفت وکړو ځکه چې صومالیه پې اعتراض لرلو.

امریکې او برطانیې په صومالیه پابندي د بحال ساتلو په حق کې وو. که څه صومالیه ته د ځینو وسلو په ورکولو بندیز نرم کړی شوی دی.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای خبریال محمد اولاد حسن د رپورټ نه اخیستل شوي دي


هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00