شاته

سپریم کورټ داډیو لیکس پلټنو لپاره جوړ عدالتي کمیشن له کاره منعې کړی دی

دپاکستان سپریم کورټ د اډیو لیکس دپلټنو لپاره دجوړ عدالتي کمیشن پرضد دعمران لخوا په شوي خواست خپله خوندي پرېکړه اورولې اؤ دغه کمیشن یې دکاره منعې کړی دی.

دجمعې په ورځ دمشرقاضي عمرعطاء بندیال په مشرۍ دسپریم کورټ پینځه کسیز بینچ دیاد کمیشن پرضد عدالت ته د شوؤ خواستونو اوریدنه کړې وه اؤ خپله پرېکړې یې خوندي کړې وه.

دسپریم کورټ حکمنامه کې ویل شوي چې کمیشن کې دججانو دټاکنې په اړه دچیف جسټس سره مشوره لازمي ده.

خو دسپریم کورټ په پرېکړه خپل غبرګون کې دهیواد دکورنیو چارو وزیر راناء ثناء الله ویلي داډیو لیکس معامله پخپله دچیف جسټس د ذات سره تړاؤ لري نو بیا پرې دهغه سره مشوره څنګه کیدای شي.

داوریدنې پرمهال چیف جسټس عمرعطاء بندیال ویلي وؤ داډیو لیکس لپاره دعدالتي کمیشن ټاکنه دعدلیې په اختیاراتو کې لاسوهنه ده اؤ له دې لارې حکومت دججانو ترمنځ داختلافونو پیدا کولو هڅه کړې ده.

اټارني جنرل یا سرکاري وکیل په اوریدنه کې دچیف جسټس په ګډون اعتراض راپورته کړی ؤ اؤ ویلي یې وؤ هغه پخپله باید دې اوریدنه کې برخه ونه لري.

چیف جسټس ویلي وؤ دپاکستان ایین عدلیې ته په بشپړ ډول ازادي ورکړې ده.

چیف جسټس داټارني جنرل په مخاطب کولو ویلي وؤ" اټارني جنرل صیب بس دی ډیره وشوه ،دا دعدلیې د ازداۍ معامله ده"

مشرقاضي ویلي وؤ ټیلي فوني خبرې ثبتول یا ټیپ کول یو غیراییني عمل دی اؤ د اډیوز اصلیت یا جعلیت معالومولو کار باید حکومت پخپله وکړي.

د اوریدنې په مهال دبینچ غړي جسټس منیب اختر ویلي وؤ ښایي دسپریم جوډیشل کونسل واکونه کمیشن ته ورکړل شوي دي.

هغه ویلي مرکزي حکومت ایین کې د اختیاراتو د ویش څخه سرغړونه کړې ده.

دچیف جسټس وینا وه داسې ښکاري چې دپلټنو کمیشن هر کار په بیړه کې کړی دی.

دسپریم کورټ په فیصله خپل غبرګون کې دهیواد دکورنیو چارو وزیر رانا ثناء الله ویلي په قانون کې هیچرته نه دي لیکل شوي چې د کمیشن جوړولو نه مخکې به حکومت دچیف جسټس سره مشوره کوي.

د وزیراعظم سلاکار عطا تارړ هم دجیو ټي وي سره خبرو کې ویلي د اډیو لیکس کمیشن ټاکنه قانوني وه.

عطا تارړ ویلي هرکله چې په دې اډیوز کې دچیف جسټس دخواښې نوم مخې ته راغلو اؤ هغې په ثبت شوې فون کال کې دجسټس منیب یادونه هم وکړه نو بیا دانصاف تقاضه داوه چې چیف جسټس اؤ جسټس منیب باید دې اوریدنه کې نه وؤ ناست.

حکومت دسپریم کورټ دسینیر جج قاضي فایز عیسا په مشرۍ دا درې کسیزه عدالتي کمیشن وروسته له هغې اعلان کړی ؤ چې په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو دپاکستان سپریم کورټ دیو جج مظاهرعلي نقوي، دپنجاب دپخواني وزیراعلا چوهدري پرویز الهي،دپخواني چیف جسټس ثاقب نثار،دموجوده چیف جسټس دخواښې، دطارق رحیم په نوم د یو وتلي قانون پوهه اؤ دثاقب نثار د زوي مبینه ټيلي فوني خبرې په ټولینزو رسنیو رسوا شوې.

دحکومت لخوا ددې مبینه خبرو د پلټنو لپاره دقاضي فایز عیسا په مشرۍ جوړ عدالتي کمیشن دوه غونډې هم کړې وې اؤ په اډیو لیکس کې شامل ځینې کسان یې په دپلټنو په لړ کې کمیشن ته رابللي وؤ

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00