شاته

پېنټګان وايي د ضرورت په وخت به سایبر حملې هم کوي

د امریکې پوځي مشران د پېنټګان یا د دفاع وزارت د سایبر سټرېجټجي یا د سایبر حملو په اړه هغه تګلاره برسیره کونکي دي چې په کې جدت راوستل شوی او ترمخه به یې امریکايي ځواکونه د ملک د دفاع دپاره د ضرورت په وخت سایبر حملې هم کولی شي.

پېنټګان د جمعې په ورځ اعلان وکړو چې د ۲۰۲۳ سایبر سټرېټجي خفیه یا کلاسفایډ شکل يې دا هفته کانګرس ته ورکړو او په اینده میاشتو کې به د تګلارې غیر خفیه خلاصه هم وړاندې کړي.

سایبر سټرېټجي په لومړي ځل په ۲۰۱۸ کې جاري کړی شوي وه چې اوس نوي کړی شوي او پېنټګان په یو بیان کې وویل په تجدید شوي تګلاره کې د کلونو د "حقیقي دنیا" سایبر عملیاتو معلومات شامل کړی شوي دي.

په دغو علمیاتو کې په ۲۲ ملکونو کې د سایبر کمانډ د ۴۷ ډلو ګمارېدل هم شامل دي. په وروستي وخت کې دغه ډلې په لېټویا او البانیا ملکونو کې تعینات کړی شوي دي.

دغه ډلې د هنټ فاورډ ټیمونو په نامه هم یادېږي او د ۲۰۲۰ د امریکې د صدارتي انتخاب تحفظ یې هم کړی و.

په اوکراین د یرغل په لړ کې روس د سایبر حملو نه هم کار اخلي او امریکايي چارواکي د روس د کوښښونو نه هم زدکړه کوي.

پېنټګان د جمعې په ورځ په یو جدا بیان کې وویل چې د دفاع وزارت به د سایبر به برخه کې خپل صلاحیتونه انتهايي درجې ته روسوي چې په کې د نور قومي پوځي توان ترڅنګ سابیر عملیات هم استعمالول کېږي.

په بیان کې خبرداری شوی دی د امریکې د پوځ سایبر ډلې به سایبر صلاحیت د جنګ نه علاوه هم استعمالوي چې دا ډول د حریف په مقابل کې دفاع وکړی شي بلکې حملې يې هم ناکامه کړی شي.

د مخکینو بیانونو او کانګرس ته د پېنټګان د چارواکو د بیانونو سره سم، په نوي سایبر تګلاره کې چین تر ټولو لوی خطر بلل شوی دی.

د سایبر سټرېټېجي په حقیقت پاڼه کې وېل شوي چې چین د سایبر په پوځي برخه کې صلاحیتونه زیاتولو کې ډیره سرمایه کاري کړې او په غیر مستقیم ډول د امریکې خلاف سایبر حملو دپاره یې نور تنظیمونه جوړ کړي دي.

د امریکې د سایبر سېکیورټي اېنډ انفراسټرکچر سېکیورټي اېجنسي، سي ايي اېس ای، مشر دا میاشت خبرداری وکړو چې که چېرې د امریکې او چین ترمنځ تاوتریخوالی زیاتېږي نو چین به سایبر یا انټرنېټ استعمالوي.

جېن ايسټرلي سپېشل کمپېټېټيو سټډیز پراجېکټ په انتظام غونډې ته وویل د امریکې سره د جنګ په صورت کې به چین د جارحانه سایبر عملیاتو دلارې د امریکې په بنیادي سهولتونو حملې کوي دا تس نس کولی هم شي.

د چین نه علاوه د پېنټګان د ۲۰۲۳ په سایبر سټرېټېجي کې روس، شمالي کوریا او ایران، ترهګر تنظیمونه او د جرمونو نورې ډلې هم شاملې دي.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای خبریال جېف سېلډن او د پېټسي وېډا کستوارا د رپورټ نه اخیستل شوي دي


هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00