شاته

روسیې سومالیې ته د نظامي ملاتړ وړاندیز کړی

د سومالیې چارواکي وایي روسیې د الشباب وسله والې ډلې سره په جګړې کې د دې هیواد د وسله والو ځواکونو سره د ملاتړ کولو وړاندیز کړی.

دغو دپلوماتانو چې خبریالانو سره یې د نوم نه ښودلو په شرط خبرې کولې جمعه مې ۲۶ (غبرګولي ۵) ویلي چې دا وړاندیز په مسکو کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د خپل سومالیایي سیال ابشیر عمر جاما سره په ملاقات کې کړی خو دا یې ندي ویلي چې آیا د سومالیې دې جګپوړي دیپلومات د روسیې وړاندیز منلی که نه.

یو دیپلومات آن دا ویلي چې " روسیه مرستې ورکولو ته چمتو وه" خو نور جزیات یې ورنکړل.

سره لدې چې د سومالیې پوځ کوښښ کوي د وسلو په تر لاسه کولو سره د الشباب وسله والې ډلې په خلاف جګړه کې برلاسي تر لاسه کړي خو دا چې دې هیواد ته د وسلو استولو پر سره د ملګرو ملتونو لخوا بندیز لګیدلی، څرګنده نده چې روسیې د کوم ډول نظامي همکارۍ وړاندیز کړی.

ملګرو ملتونو په ۱۹۹۲ میلادي کال کې په سومالیې کې د کورنۍ جګړې پیل کیدو څخه وروسته پدې هیواد د وسلو بندیز ولګاوه خو په ۲۰۱۳ کال دا بندیز یو څه لیرې شو تر څو د دې هیواد امنیتي ځواکونو سره د الشباب او نورو وسله والو ډلو په خلاف جګړې کې مرسته وشي.

د روسیې او سومالیې اړیکې پخوانۍ دي او د مسکو جګپوړي دیپلومات ښاغلي لاوروف هم پدې ټینګار کاوه چې روسیه د لومړنیو هیوادونو څخه و چې سومالیه یې په ۱۹۶۰ کال کې تر خپلواکۍ اخیستو وروسته په رسمیاتو وپیژندله.

دا دواړه هیوادونه لا هم منظمي دیپلوماتیکي اړیکي لري او مسکو څو ځله دې هیواد ته بشري مرستې استولي.

د سومالیې دوو صدراعظمانو عمر شارمرکي او حسن علي خیري هم څو ځله د روسیې جګپوړو چارواکو سره په لیدو کاتو کې د دې هیواد د ملي پوځ د قوي کیدو په برخې کې د همکارۍ غوښتنه کړې.

ځینو دیپلوماتانو امریکا غږ ته د نوم نه ښودلو په شرط دا هم ویلي چې د روسیې پوځ غواړي په سرې بحیرې کې د ځواکونو ځای پر ځای کولو لپاره د بیر بیرا بندر کې اډه ولري چې د سومالیې څخه بیل شوي هیواد، سومالي لینډ کې پروت دی.

د روسیې په ګډون چین او ګانا تیر کال د نومبر په میاشت کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په رای ګیرۍ کې برخه وانخیسته چې په سومالیې یې د وسلو د بندیز ملاتړ کاوه خو برتانیې او متحده ایالاتو د دې بندیز ملاتړ وکړ.

د سومالیې چارواکي د روسیې د نظامي ملاتړ خبر داسې مهال کوي چې متحده ایالات وار د مخه پدې هیواد کې په عملي توګه ځواکونه لري چې د الشباب په وسله والو یې څو ځله هوایي بمبارۍ کړي.

په سومالیا کې د متحده ایالاتو د ځواکونو کره شمیره نده معلومه خو ویل کیږي چې د ۵۰۰ په شاوخوا کې به وي چې د هغه هیواد پوځ روزي، سلا مشورې ورته ورکوي او په هوایي عملیاتو کې ورسره مرسته کوي.

د الشباب وسله واله ډله چې ځان د القاعده شبکې پورې تړلې بولي، د څه باندې پنځلسو کالونو راپدیخوا د سومالیا د حکومتي او پدې هېواد کې د افریقايي ټولنې د میشتو سوله ساتونکو ځواکونو سره په جګړو اخته دي. دې وسله والو نه یوازې دننه په سومالیا بلکې په کینیا کې هم ترهګریز بریدونه کړي.

د استخباراتي ادارو د معلوماتو له مخې دا وسله واله ډله په سومالیا کې د پنځو نه تر ۱۰ زرو پورې غړي لري او غواړي چې پدې هیواد کې افراطي اسلامي نظام نافذ کړي.