شاته

د اروپایي اتحادیې او مرکزي آسیا ځانګړي استازي: طالبان دې په افغان میرمنو ټول بندیزونه لیرې کړي

د افغانستان لپاره د اروپایي اتحادیې او مرکزي آسیا هیوادنو ځانګړو استازو یو ځل بیا په افغانستان کې د طالبانو په حکومت غږ کړی چې په میرمنو او نجونو ټول لګیدلي بندیزونه پای ته ورسوي.

دا ځانګړي استازي چې د روانې مې میاشتې په ۲۵ او ۲۶ مې د ترکمنستان په پایتخت عشق آباد کې د څلورمې غونډې لپاره جرګه شوي و په ګډې اعلامیې کې ویلي چې د افغانستان د اقتصاد او پرمختګ په هکله یې ژور بحثونه کړي.

ځانګړو استازو په اعلامیې کې د افغانستان د ولس سره خپله ټینګه ژمنتیا څرګنده کړې او د داسې افغانستان د لیدو غوښتنه یې کړې چې ثبات لرونکی، سوله ایز، نیکمرغه وي او اوږدمهاله سوله پکې وي.

دغو استازو په اعلامیې کې د طالبانو څخه غوښتي چې په میرمنو او نجونو د تعلیم، کار کولو او عامه ځایونو ته د تګ په برخې کې ټول لګیدلي بندیزونه لیرې کړي.

په اعلامیې کې ویل شوي چې دا بندیزونه نه یوازې دا چې د بشري حقونو څخه "جدي سرغړاونې" دي بلکې افغان ولس ته د بشري مرستو په رسولو کې د نړیوالې ټولنې په هلو ځلو هم ناوړه اغیزه لري.

په اعلامیې کې راغلي چې دا بندیزونه دې د افغانستان د اقتصاد د غوړیدا او بلاخره داسې افغانستان لپاره لیرې شي چې اوږد مهاله سوله او ثبات پکې وي.

پدې څلورمې غونډې کې د اروپایي اتحادیې د ځانګړو استازو تر څنګ د قزاقستان، قرغزستان، تاجسکتان او ازبکستان ځانګړو استازو برخه اخستې وه.

د افغانستان لپاره د اروپایي اتحادیې ځانګړي استازي توماس نیکلسن، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي استازې روزا اوتنبایوا او د افغانستان لپاره د نړیوال بانک استازو هم پکې ګډون درلود.

طالبانو په افغانستان کې د بیا واک تر لاسه کولو راپدیخوا د تعلیم، کار کولو او عامه ځایونو ته د تګ په برخې کې په افغان میرمنو او نجونو ګڼ شمیر بندیزونه لګولي چې بشري حقونو او نړیوالې ټولنې غندلي دي.

دغې ډلې نه یوازې په دولتي ادارو، غیردولتي موسسو او حتی د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د ښځو او نجونو پر کار کولو بندیز لګولی، بلکې تر شپږم ټولګي پورته یې د نجونو د زده کړو مخه هم نیولې ده.

خو بیا هم طالبان ادعا کوي چې د ښځو حقونو ته درناوی لري او د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانستلو لپاره کار روان دی، خو تر اوسه په دې برخه کې کوم پرمختګ نه دی شوی.

د ملګرو ملتونو په ادارو کې د میرمنو په کار کولو د بندیز څخه وروسته دې نړیوالې ادارې ویلي و چې په افغانستان کې خپل فعالیت ارزوي چې معلومه کړي پدې هیواد کې پاتې شي که نه.

د ارزونې څخه وروسته ملګرو ملتونو وویل په افغانستان کې پاتې کیږي چې د "سړیو، میرمنو او ماشومانو په استازیتوب" مرستې ورسوي.

یوناما هم ویلي چې د طالبانو دې بندیزونو " زمونږ کار په جدي توګه کمزوری کړی چې اړمنو خلکو ته د رسیده ګۍ وړتیا پکې شامله ده".

د ملګروملتونو په ادارو کې د افغان میرمنو په کار د بندیز وروسته د ملګروملتونو د انکشافي ادارې مدیر اخیم اشتنایر خبراداری ورکړی و، چې که طالبان د ملګروملتونو په ادارو کې د افغان میرمنو په کار لګیدلي محدویتونه لیرې نه کړي نو دا اداره به "چمتو وي، چې له افغانستان څخه د وتلو زړه ماتوونکي پریکړه وکړي".

د اروپایي اتحادیې او مرکزي آسیا هیوادونو ځانګړو استازو په اعلامیې کې په افغانستان کې د ټولشمول حکومت د جوړیدو د اهمیت یادونه هم شوې – داسې حکومت چې د ټول افغان ولس مدني، سیاسي، ټولنیز، اقتصادي او کلتوري حقونو ته پابند وي.

طالبان د ۲۰۲۱ کال اګست په میاشت کې د دویم ځل لپاره په افغانستان کې واک ته رسیدلي خو تر اوسه هیڅ کوم هیواد یا ادارې د دې ډلې سر پرست حکومت په رسمیت ندی پیژندلی.