شاته

نړيوال بېنک د بلوچستان سېلاب ځپلو ته 213 ميلين ډالر منظور کړي

واشنګټن- د پاکستان دي نیوز ورځپاڼې د رپوټ له مخې نړيوال بېنک د سېلابونو د پروګرام لاندې د خپلې ادارې له خوا د سېلاب ځپلو خلکو د ژوند ښه کولو د پاره 213 ميلين ډالر منظور کړي چې بنيادي ضرورتونه يې پوره کړل شي او د حفاظت بندوبست يې وکړل شي.

بلوچستان د کال 2022 په سېلابونو ډېر زيانېدلی وو.

د پاکستان د پاره د ورلډ بنک مشر ناجي بنحسین ويلي “مونږ به د بلوچستان د حکومت سره د اغېزمن شوو خلکو د پاره د نزدې نه کار کوو چې د ژوند تېرولو اسانتياوې ورته جوړې کړو او د اوبه خور د نظام بيرته په ځای کولو سره سره يې د لويو ودانيو حفاظت وکړی شو”.

هغه وويل “دا به نه يواځې د ژوند په ژغورلو کې مرسته وکړي بلکې د ابادۍ استعداد به زيات کړي چې څنګه په راتلونکي کې د موسمي تباهۍ او قدرتي افتونو مقابله وکړي. دا پروژه د سيلابونو وروستو د بيا بحالۍ د فراخه پلان برخه ده چې مونږ پرې د چارواکو سره متفق شوي يو”.

د نړيوال بېنک د يو بيان تر مخه د سيلابونو په اړه کار کوونکې څانګه به يې د بيا ابادکارۍ د پاره نزدې 35,100 کورنيو ته مرستې ورکوي او وړو کروندګرو ته به د څاروو د پالنې د پاره مالي مرستې ورکوي. د موسم مطابق د ښه فصلونو پيدا کولو په لړ کې به دوی ته په معلوماتو رسولو کې هم لاس وکړي.

مالي مرستې به د بنيادي ودانيو په بيا بحالولو، د اوبو ور رسولو، اوبه خور نظام، سړکونو جوړولو او ټولنو ته اسانتياوې ورکولو کې پکار راشي.

د اوبو د پاره د ادارې کارپوه يورو سېدېبي وويل “بلوچستان د خپل جغرافيايي موقيعت، ټولنيز ژوند او موسمي بدلون په اساس په خصوصي توګه قدرتي افتونو ته په ډاګه دی. دا پروژه به اقتصادي زرايع پيدا کړي او خلک به د يو بل سره وتړي. دا به د راتلونکي قدرتي افتونو د ګاللو د پاره اداري ساحه فراخه کړي”.

دا پروژه به د بلوچستان په مخصوصه ټولنو کې نزدې 2.7 ميلين خلکو ته ګټه ورسوي او د مخکې د خبرداري ورکولو د نظام په کارولو به د سيلابونو خطرې کمې کړي. د دې ضمانت ورکول به يقيني کول پکار وي چې دې هر څه ته د ښځو لاسرسی وي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00