شاته

رپورټونه: وایټ هاوس او د ریپبلېکن  پارټۍ مشران حکومت د قرض حد په اړه معاهدې ته نژدې شوي 

د وایټ هاوس اعلا چارواکي او په کانګرس کې د حزب اختلاف ریپبلېکن پارټۍ غړي د امریکې حکومت د قرض حد زیاتولو دپاره معاهدې ته نژدې شوي دي. دا خبره امریکايي مطبوعاتو د زیارت پنجشنبې، په ورځ وکړه.

د رپورټونو ترمخه که معاهدې ته حتمې شکل ورکړی شو نو ترمخه به يې د اینده دوو کلونو دپاره د حکومت د قرض زیات کړی شي او د پوځ او د پخوانیو عسکرو دپاره د اخراجاتو نه علاوه به د حکومت نور مصروفونه محدود کړی شي.

د نیویارک ټایمز اخبار ترمخه چې لومړی یې دغه خبر شایع کړی، واکمن ډېموکرېټکېټ پارټي به وېلی شي چې د حکومت په اخراجاتو کې د لوی کمي مخه يې ونیوله او ريپبلېکن پارټي به وېلی شي چې د وفاقي حکومت خرچې يې کمی کړې.

د نیویارک ټایمز ترمخه، په اړه مذاکرات د زیارت، پنجشنبې، په ماښام هم جاري او د قانون مسوده په لیکول کار شروع شوی دی.

په کانګرس کې د هاوس اف ريپبلېکن پارټۍ سپیکر کېون مېکارتي وویل چې ټوله زیارت، پنجشنبې، ورځ یې په مذاکراتو کې تیره کړه خو دا خبرې اسانې نه دي.

صدر بایډن د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل د ريپبلېکن پارټۍ سره مذاکرات په ښه ډول دوام لري.

په هاوس کې د ريپبلېکن پارټۍ اکثریت دی.

وایټ هاوس او ريپبلېکنز کوښښونه کوي چې د جون د لومړۍ نېټې نه مخکې حکومت د قرض حد د 31.4 ټرېلین ډالرو نه زیات کړي. خو که چېرې څه معاهده نه کېږي نو د امریکي حکومت سره به د خپلو خرچو او د مخکې اخیستل شویو قرضونو بېرته ادا کولو دپاره پېسې نه وي او حکومت به دیوالیه ګڼل کېږي.

د حکومت د قرض حد زیاتولو دپاره به کانګرس قانون منظوري نو ځکه ډېموکرېټېټس او ریپبلېکنز مذاکرات کوي چې مفاهمت ته ورسېږي او قانون مطلوبه ووټونه اخیستل شي.

د جمعې په ورځ د امریکې د خزانې وزېرې جېنېټ یلن امکان څرګند کړو چې ممکنه ده چې حکومت د جون د لومړۍ نېټې په ځای تر پېنځمې نېټې پورې د قرض حد ته ورسېږي.

د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې ترمخه، یلن کانګرس ته یو خط کې وویل چې که د حکومت د قرض اخیستلو حد زیات نه کړی شو نو شدید مشکلات به پېدا شي.

د امریکې حکومت د جنورۍ په میاشت کې د قرض حد ته رسېدلی دی، یعنې اخراجاتو د پوره کولو دپاره نور قرض نه شي اخیستلی خو د خبلو بېلونو د ادا کولو دپاره غیر معمولي اقدامات استعمالوي.

د قرض زیاتولو په لړ کې د حکومت او د ريپبلېکنز ترمنځ په لویو اختلافاتو کې دا هم شامل وو چې ریپبلېکنز د حکومت په خرچو کې کمی غوښتلو. ډېموکرېټس د دې مخالف وو او په شته منو امریکایانو یې د ټېکس د زیاتو مطالبه کوله.

د نیویارک ټایمز اخبار ترمخه، که دواړه فریقېن معاهدې ته رسي نو د اینده دوو کلونو دپاره به د حکومت د قرض حد زیات کړی شي.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای خبریال کېن فاربا او د ای پي د رپورټونونه اخیستل شوي دي


هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00