شاته

د ایران د مقاومت ملي شورا: په ترهګرۍ د تورن ایراني ډپلوماټ خوشي کول 'شرمناکه معامله' ده

د ایران یوې جلاوطنه مخالفې سیاسي ډلې، نن جمعه د مې ۲۶ (غبرګولي ۵مه) د بلجیم حکومت په دې تورن کړ چې د تهران لخوا د یرغمل شوي مرستندویه کارکونکي اولیور ونډکاسټیل د ازادیدو په بدل کې یې هغه ایراني ډپلوماټ چې د بلجیم د یوې محکمې له خوا د ترهګرۍ په تور محکوم شوی و، خوشې کړی دی.

په پاریس کې د ایران د مقاومت ملي شورا په یوې اعلامیې کې ویلي:"د ترهګرو خوشې کول... ترهګرۍ او یرغمل نیولو ته شرمناکه باج ورکول دي. دا به په ایران کې واکمن مذهبي فاشیزم لا د خپلو جنایتونو دوام ته وهڅوي."

په بهر کې میشت دغه سیاسې ډلې وروسته تر هغه د بلجیم حکومت ایران ته په باج ورکولو تورن کړ چې د دواړو هېوادونو د عمان په منځګړیتوب خپل دوه زندانیان تبادله کړل. د عمان لخوا د منځګړیتوب تر اعلان وروسته، بلجیمي او ایراني چارواکو دواړو د اولیور ونډکاسټیل او ایراني ډپلوماټ اسدالله اسدي د خوشي کېدو پخلۍ وکړ.

د بلجیم صدراعظم الکساند دی کرو، نن جمعه ددې خبرې پخلۍ وکړ چې، ددغه هېواد مرستندویه کارکونکی اولیور ونډکاسټیل چې په تهران کې ۴۵۵ورځې بندي وو، خوشې شوې او تمه کیږي نن مازدیګر هېواد ته راستون شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر، حسین عبداللهیان هم پر خپل ټویټر پاڼۍ د ایراني ډپلوماټ اسدالله اسدي د خوشي کېدو پخلۍ کړی او لیکلي یې دي چې، اسدي به ډیر ژر ایران ته راستون شي.

په ورته وخت کې د عمان د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې دغه هېواد، د ایران او بلجیم ترمنځ د بندي اتباعو مسله یې د منځګړیتوب له لارې حل کړې ده.‌

بلجیمي چارواکې له مودو راهیسې د ونډکاسټیل د خوشی کېدو غوښتنه کړې وه.‌ ۴۲ کلن ونډکاسټیل د ۲۰۲۱م کال په فبرورۍ میاشت کې د ایران امنیتي ځواکونو لخوا د جاسوسي په تور ونیول شو.

ایراني او بلجیمي چارواکې له ډیرې مودې د خپلو دغو اتباعو د خوشې کیدو په اړه په خبرو اترو لګیا وو.

اسدالله اسدي د اتریش په پلازمیه، ویانا کې د ایران سفارت دریم سکرټر و.‌ نوموړی په ۲۰۱۸م کال د بلجیم په یوې محکمې کې د پاریس څخه بهر د 'ایران د مقاومت ملي شورا' د په لاریون کې د بمي برید د پلان په تور زنداني شو.

د بلجیم د مرستندویه کارکونکي اولیور ونډکاسټیل تر خوشی کېدو وروسته لا هم په لسګونه لویدیځ پاسپورت لرونکي په ایران کې بندیان دي.

د بشري حقونو ډلې وايي چې دغه نیولی شوي کسان بې ګناه دي او د ایران حکومت لخوا د یرغمل نیولو د قصدي پالیسۍ د یوې برخې په توګه چې د بهرنیو حکومتونو څخه امتیازات ترلاسه کړي، نیول کیږي.

خو تهران ټینګار کوي چې د ټولو نیول شويو بهرنی اتباعو قضیې د مناسبې قضايي بهیر له لارې څیړل کیږي. په ورته وخت کې د بشري حقونو فعالان وايي، ښايي‌ د ایران په جیلونو کې نور بهرني‌ اتباع هم وي چې دوی ورڅخه خبر نلري.‌

له هغې ډلې څخه ایراني الاصله امریکايي سوداګر سیامک نمازي دی چې د ۲۰۱۵ کال په اکتوبر میاشت کې له نیول کېدو راهیسې په ایران کې بندي دی. د هغه پلار محمد باقر نمازي، چې د یونیسف پخوانی کارکوونکی و، د ۲۰۱۶ کال په فبرورۍ کې هغه مهال د ایران د امنیتي ځواکونو لخواونیول شو، چې ایران ته د خپل زوی د خلاصون لپاره تللی و.

دوی دواړه د ۲۰۱۶ کال په اکتوبر میاشت کې د جاسوسۍ په تور په ۱۰ کاله بند محکوم شول. باقر له ۲۰۱۸ کال راهیسې په کور کې نظر بند وو، په ۲۰۲۰ کال کې یې سزا کمه شوه او بالاخره د اکتوبر په میاشت کې د درملنې لپاره له هیواده د وتلو اجازه ورکړل شوه.

ددوې برسیره، یو شمېر نو ایرانيان چې دوه ګونې تابعیت لري، په دغه هېواد کې بندیان دي. د بیلګې په توګه، مراد طاهباز او عمار شرقي چې دواړه ایراني الاصله امریکايي اتباع دي.‌ کامران قادري و مسعود مصاحب چې د اتریش هېواد تابعیت لري. ایراني الاصله جرمنۍ، ناهید تقوي، مهران روف چې د بریتانیا او احمد رضا جلالي چې سویډن تابعیت لري.‌

د امریکا متحده ایالات او اروپايي هیوادونه د ایران پر اسلامي جمهوریت تور لګوي چې د دوه ګوني تابعیت لرونکي او بهرني اتباع په توقیف او یرغمال کولو سره په نورو هیوادونو کې له خپلو بندیانو سره د تبادلې لپاره لاره هواروي.

په ۲۰۱۵ کال کې د اټمي تړون پر مهال، ایران د دوه ګوني تابعیت لرونکي پنځه بهرني بندیان په امریکا کې له ایراني بندیانو سره تبادله کړل.