شاته

اوکرين وايي روس د بخموت په خواوشا کې د ويګنر جنګيالیو په ځای خپل پوځ ګومارلی

واشنګټن - د اوکراين د دفاع معاون وزيرې حنا ماليار ويلي د بخموت ښار په خواوشا کې د شخصي ملېشې ویګنر په ځای اوس روسي پوځي ځواک ګومارل شوی خو د ملېشې وسله وال لا تر اوسه د تباه کړل شوي ښار دننه شته دي.

د وزيرې وينا تر څه حده د ويګنر د مشر يوګيني پرېګوژين هغه اعلان تايیدوي چې خپلې شخصي ملېشې د اوکراين د ختيځې برخې بخموت نه وباسي او سنګرونه د روس پوځ ته سپاري.

ماليار وايي “د بخموت په خواوشا کې دښمن د ويګنر د دستو په ځای روسي پوځ ګومارلی او د ښار دننه د ويګنر جنګيالي لا شته دي”.

پرېګوژين په يو ويډيو بيان کې ويلي چې د زيارت- پنجشنبې په ورځ د هغه د جنګيالیو راويستل پيل شوي او روسي ځواکونو ته ځايونه خالي کول به تر جون پورې روان وي”.

د اوکراين د ختيځې برخې د پوځي کمانډ وياند سرهي چېریواتي ويلي، په تېرو درېو ورځو کې په دغه سيمه کې روسي بريدونه کم شوي او په تېر شواروز کې دوه پوځي نښتې شوي خو ګوله باري روانه ده.هغه وويل:

“مونږ ښکاره وينو چې بریدونه کم شوي او دا ممکن ده د دوی د بيا رايو ځای کېدو وجه وي. دا په ډاګه ده چې مونږ دوی ته کلکه ضربه ورکړې او زيان مو ورته رسولی. دوی ته به بيا يو ځای کېدل پکار وي”.

ماليار ويلي روس د بخموت په څنډو کې نور ځواک جمع کوي او ګوله باري کوي چې د اوکراين د ځواکونو د بخموت شمال او سوېل اړخ ته پرمختګ ودروي.

پریګوژين د اوږدې جګړې وروستو تېره اوونۍ د بخموت د نيولو اعلان کړی وو چې تر اوسه تر ټولو ډېره خونړۍ جګړه ثابته شوې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00