شاته

په خېبرپښتونخوا او پنجاب کې د ۳۰ نه زیاتو کسانو مقدمې پوځی عدالتونو ته سپارل کېږي

د پخواني وزیراعظم عمران خان د ګرفتارۍ په ضد احتجاجونو کې په پوځي هدفونو حملو کې د ککړتیا په الزام په خېبرپښتونخوا او په پنجاب صوبو کې د ۳۲ کسانو مقدمې به پوځي عدالتونو ته سپارل کېږي. دا خبر پاکستاني رسنیو ورکړی دی.

د انساني حقونو نړیوالو تنظیمونو په پاکستان کې په پوځي عدالتونو کې د ملکي کسانو د مقدمو مخالفت کړی دی.

پاکستاني مطبوعات وايي په پنجاب کې د صوبايي اسمبلۍ د يو پخواني غړي مقدمه به هم پوځي عدالت ته سپارل کېږي او ملزمانو ته د سزاګانو لړۍ په د خېبر پښتونخوا نه شروع کېږي.

عمران خان د ګرفتارۍ خلاف مظاهرو په می په نهمه نېټه په لاهور کې د کور کمانډر او په پېښور کې د رېډیو سټېشن ودانیو ته ارونونه اچول شوي وو. د دې نه علاوه د پاکستان په نورو برخو کې هم پوځي اثاثې په هدف کړی شوې وې.

اېسوسي اېټېډ پرېس خبري اداره وایي د مظاهرو نه پس د پاکستان امنیتي ادارو د عمران خان د پلویانو خلاف ګامونه پورته کړي او د خان د ۵۰۰۰ نه زیات حمایتیان يې نیولي دي.

د پاکستان پوځ ویلي د می نهمه به د تورې ورځ په څېر یادوي.

په پېښور کې د رېډیو پاکستان ودانۍ ته اور اچول شوی و
په پېښور کې د رېډیو پاکستان ودانۍ ته اور اچول شوی و

پوځ اعلان کړی چې په عسکري تنصیباتو په حملو کې د ککړو کسانو مقدمې به په پوځي عدالتونو کې او د حکومتي رازدارۍ د قانون دلاندې چلولو کېږي.

عمران خان د پنجشنبې- زیارت په ورځ د پوځي عدالتونو ضد سپریم کورټ ته خواست وکړو او ويې وېل سپریم کورټ دې پوځي عدالتونه غیر اييني و بلي.

عمران خان دا هم وویل چې د پاکستان تحریک انصاف غړي نيول شوي او تشدد پې شوی دی

د مبینه غبن په مقدمه کې د عمران خان د نيول کېدو وروسته د تحریک انصاف غړو د ملک په لويو ښارونو کې قهرجنې مظاهرې کړې وې.

د احتجاجونو په مهال راولپنډۍ کې په پوځي مرکز جي اېچ کيو، او لاهور کې د کور کمانډر په کور ورغلي، اوورونه یې اچولي، ګاډي یې مات کړي او نورو سرکاري ودانيو ته د تاوانونو اړولو تورونه پرې لګول شوي وو.

پاکستاني مطبوعات وايي، نن په لاهور کې د ترهګرۍ ضد عدالت د کور کمانډر په کور کې د اور اچولو او څيزونو ماتولو په تور نيول شوي د پاکستان تحريک انصاف د اسمبلۍ پخواني غړي په ګډون 16 کسان پوځي عدالتونو ته سپارلي دي.

ویل شوي د دغو کسانو پرضد د پوځي قانون لاندې د قضیې چلولو دپاره کمانډنګ افسر خواست کړی وو.

پوځي افسر عدالت ته ويلي، په دغو کسانو چې د کوم جرم تور دی په دوی د پوځي قانون لاندې قضيه چلېدی شي او بيا د ترهګرۍ ضد عدالت خواست منلی او 16 کسان یې ور سپارلي دي.

په لاهور کې د پوځ د کور کمانډر په کور هم حمله شوې وه
په لاهور کې د پوځ د کور کمانډر په کور هم حمله شوې وه

د پاکستاني مطبوعاتو ترمخه په خېبرپښتونخوا کې هم د 16 کسانو ضد په پوځي عدالتونو کې د قضیې چلولو منظوري ورکړل شوې ده.

ويل شوي په دغو کسانو تور دی چې د نهمې می په احتجاجونو کې یې په مردان کې د کرنل شېر خان او نورو پاکستاني ملي اتلانو د مجمسو سپکاوی کړی وو.

رسنۍ وایي د مردان د ترهګرۍ د مخنیوي عدالت د یادو کسانو پرضد د ارمي اېکټ او سیکرټ افیشل اېکټ لاندې پوځي عدالتونو کې د مقدمو چلولو خواست منظور کړی دی.

رسنیو دچارواکو له خولې ویلي چې د دې ترڅنګ به د ملاکنډ،دیر او بنو د 10 کسانو پرضد هم مقدمې په پوځي محکمو کې چلول کیږي.

پاکستاني رسنۍ وایي په نهم مئ هیواد کې دتشدد اؤ اړي ګړي په پېښو کې ککړو کسانو ته پوځي عدالتونو نه د سزاګانو ورکولو پیل دخېبر پښتونخوا صوبې نه کیږي اؤ ددغه صوبې سره دتړاؤ لرونکو 16 کسانو پرضد پوځي محکمو کې دمقدمو چلولو منظوري منظوري ورکړل شوې ده.

عمران خان تور ویلی چې دنهم مئ له پېښو وروسته ګرد هیواد کې دهغه دګوند تر 10زرو زیات پلویان نیول شوي دي خو مطبوعات اؤ دبشري حقونو تنظیمونه بیا د نیول شوؤ کسانو شمیره تر 4500 ښایي

د متحده قومونو د انساني حقونو د دفتر یو اېن هیومن رایټس افس مشر وولکر ټرک د پاکستان د پوځي په پوځي عدالتونو تشویش څرګند کړی دی.

دچهارشنبې یا شورو په ورځ دپاکستان ګڼ شمیر رسنیو د سرکاري چارواکو له خولې ویلي چې خېبر پښتونخوا کې دنیول شوؤ کسانو دجملې به د16 کسانو پرضد پوځي محکمو کې مقدمې چلول کیږي چې هغې کې دشپږو کسانو تعلق دمردان سیمې سره دی.

په دغو کسانو تور دی چې دنهم مئ په احتجاجونو کې یې په مردان کې دکرنل شیر خان اؤ نورو ملي اتلانو دمجمسو سپکاوی کړی دی.

رسنۍ وایي دمردان دترهګرۍ دمخنیوي عدالت دیادو کسانو پرضد د ارمي ایکټ اؤ سیکرټ افیشل ایکټ لاندې پوځي محکمو کې دمقدمو چلولو خواست منظور کړی دی.

رسنیو دچارواکو له خولې ویلي چې ددې ترڅنګ به دملاکنډ،دیر اؤ بنو سره د تړاؤ لرونکو 10 کسانو پرضد به هم مقدمې په پوځي محکمو کې چلول کیږي.

چارواکي وایي دنهم مئ دپېښو په تړاؤ د دملاکنډ نه څلور،دیر نه درې اؤ بنو نه هم درې کسان نیول شوي دي.

د متحده قومونو نه علاوه اېمېنسټي او ځینو نورو نړیوالو تنظيمونو هم پاکستان کې په صورتحال تشویش څرګند کړی او مجوزه پوځي عدالتونو مخالفت يې کړی دی.

اېمنېسټي انټرنېشنل، ايکوېډرم، سېوېکس او فورم اېشیا ټوډی په شریک بیان کې غوښتنه کړې چې په پاکستان کې دې د حکومت د مخالفینو په ضد اقدامات او ګرفتارۍ ودرول شي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00