شاته

کندهار کې د خوښيو پر مراسمو بنديزونه؛ يو شمېر مېرمنې يې اندېښمنې کړي

د طالبانو د حکومت د کندهار د امر باالمعروف رئیس خپلو کسانو ته امر کړی چې، په ودونو او د خوښیو په نورو مراسیمو کې ښځو ته د دریا یا چمبې وهلو، سندرو اورېدلو او دغه راز د واده د شپې د نکريزو وړلو دود ته اجازه ور نه‌کړي.

دریا یا تمبل وهل په افغاني ټولنه کې له پېړیو راهیسې رواج لري، چې ښځې یې په ودونو، اخترونو، مېلو او د خوښیو په نورو مراسیمو کې وهي.

طالبانو تر دې مخکې د ودونو په صالونونو کې هم پر موسیقۍ بندیز لګولی و.

په دې اړه د نور تفصيل اورېدو لپاره لاندې غږيز فايل کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:21 0:00
مستقیم لېنک