شاته

پښتونخوا کې د هنګري په کمپنۍ حمله، 4 پاکستاني ملېشا يوځیان او د کمپنۍ 2 ساتونکي وژل شوي

د خیبر پښتونخوا په هنګو کې وسله والو د تیلو او ګېس د پېدا کولو لپاره د هنګري یوې کمپنۍ، مول پاکستان، باندې حمله کې د ملېشا پوځ څلور کسان او د کمپنۍ دوه ساتونکي وژلي دي.

ځايي پولیسو مېډیا ته ویلي د نهې (سه شنبې) په خړ سهر دغه حمله د 50 پورې وسله والو کړې ده او په تښتېدو کې کامیاب شوي دي.

سرچینو ډیوه ته ویلي په دې حمله کې څلور د ملېشې عسکر اؤ دوه دکمپنۍ ساتونکي وژل شوي دي خو دسیمې پولیسو یا انتظامیې لا ددې دعوې تصدیق نه دی کړی.

په پېښور کې د «آج» ټي وي مرستیال مشر اؤ وتلي صحافي ښاغلي شهاب الدین په ټویټر لیکلي چې دڅلورو عسکرو اؤ دوؤ ساتونکو د وژل کیدو تر څنګ دې برید کې دکمپنۍ یو ساتونکی لادرکه شوی هم دی

سرچینې وایي کله چې برید کوونکو د تېلو په کارخانه ناتاره ډزې وکړې نو دکارخانې ساتونکو هم په ځوابي توګه د ډزو لړۍ پیل کړه اؤ دبرید کوونکو مخه یې ونیوله.

د سرچینو په وینا د وسله والو په ډزو کې دکارخانې دوه ساتونکي وژل شوي اؤ بیا کله چې دایف سي عسکر موقعې ته ورسیدل نو وسله والو دهغوي په ګاډي هم ناتاره ډزې وکړې چې پکې څلور عسکر وژل شوي دي.

د دستک نیوز په نوم یوې محلي یا سیمه ییزې رسنۍ پخپله فیس بک پاڼه ددې پېښې یوه ویډیو خپره کړې ده چې دشپې په تیاره کې پکې یوازې د ناتاره ډزو غږونه اوریدل کیږي خو نور پکې څه په نظر نه راځي

په سمدستي توګه ددې برید ذمه واري چا پغاړه نه ده اخستې خو په یاده سیمه کې په تېرو وختونو کې دشوؤ زیاترو بریدونو ذمه وارۍ تحریک طالبان پاکستان قبولې کړې دي.

تر دې وړاندې تېرکال د جون په میاشت کې هم دتېلو په دې کارخانه وسله والو برید کړی ؤ اؤ دکارخانې یو ساتونکی یې وژلی اؤ بل یې تښتولی ؤ.

وي او ای ډيوه د پېښې په اړه دسیمې دپولیسو دنظر معلومولو په غرض د کرک ضلعې د پولیسو مشر یا ډي پي او سره دمشر سره دتماس نیولو هڅه وکړه خو کامیابه نه شوه.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00