شاته

د نېټو پارلېماني اسمبلې په اوکراین کې د روس جرمونه، نسل وژنه یا جينوسایډ وبللو

واشنګټن - د نېټو پارلېماني اسمبلې د ګل/دوشنبې په ورځ د رایو په اتفاق د اوکراین په ضد د روس جرائمو ته د جینوسایډ یا نسل وژنې نوم وکړو. په لوکزامبورګ کې د نېټو په پارلېماني اسمبلې کې د اوکراین د پلاوي مشر یهور چېرنیف وویل چې دا فیصله د اوکراین دپاره "یوه سفارتکاري کامیابي ده چې دور رس سیاسي نتایج به ولري."

د اوکراین استازي پخپلو خبرو کې وویل: "دا زمونږ سفارتکاري کامیابي ده. د اعلامیې د حتمي متن په حوالې سره زمونږ ټولې اهمې تقاضې په پام کې نیولی شوي دي."

په منظور شوې اعلامیې کې د روس د جنګي جرمونو دپاره د یو نړېوال عدالت د جوړېدو ملاتړ شوی، د اوکراین سره د مرستې وعده شوې چې کامیابي حاصله کړي، او د اوکراین د علاقائي سلامتیا د بحاله کولو او په روس باندې د لا زیاتو پابندیو د لګولو، او اوکراین سره د داسې مرستې کولو ژمنه شوې چې د عالمي جګړې نه پس د یورپ سره مارشال پلان لاندې مرستې شوې وې.

د اوکراین صدر ولودیمیر زېلنسکي پخپل ویډیویي پیغام کې چې د شپې یې خپور کړ، د نېټو د پارلېماني اسمبلې د اعلامیې هرکلی وکړ او ویې ویل: "هرڅه په هغه نوم یادیږي لکه څنګه چې دي: زمونږ د ملک په ضد د روس جرائم په واضحه توګه جینوسایډ یا نسل وژنه ګڼل، د روسي فاشیستي نظریې غندنه! دا د نورو عالمي تنظیمونو دپاره هم یوه سمه قاعده ده."

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00