شاته

د جي ټونټي ملکونو استازي د تنظیم د غونډې دپاره سري نګر ته رسېدلي

د جي ټونټي ملکونو استازي د سیاحت په موضوع غونډې دپاره د ګل، دوشنبې، په ورځ د هندوستان د انتظام لاندې کشمیر مرکزي ښار سري نګر ته ورسېدلی. پاکستان او چین په سري نګر کې د جي د غونډې غندنه کړې.

اېسوسي اېټېډپرېس خبري ادارې په خپل رپورټ کې وویل چارواکو کوښښ کړی و چې په سري نګر کې امنیتي اقدامات ډیر و نه ليدل شي.

رپورټ وویل په کال کله ۲۰۱۹ کې د کشمیر خصوصي خپلواکه حېثیت د ختمولو وروسته دا لومړی ځل دی چې هندوستان په کشمیر کې یو اهمه نړیوال تقریب کوي.

ای پي وايي د هندوستان چارواکي امید کوي چې په کشمیر کې د جي ټونټي د غونډې دلارې به وښښي چې د لانجمو تبدلیو دلارې د سيمې امن او ثبات بحال کړی شوی دی.

د جي ټونټي د غونډې ګډون وال به د سیاحت، د سیاحتي مقاماتو د صفا ساتلو، د سیاحت په ترقۍ کې د فلمونو او د سېلګرۍ سره په تړل شویو نورو موضوعاتو خبرې کوي.

ای پي وايي د ګل، دوشنبې، په ورځ سري پر سکونه او سړکونه صفا ښکارېدل. زیاتره امنتي چېک پوسټونه لرې کړی شوي وو او ځینو ته د جي ټونټي د غونډې په اړه د بورډونو شکل ورکړی شوی و چې په شا یې امنیتي عسکر ولاړ وو.

د رپورټ ترمخه چارواکو ویلي په سلګونو امنیتي چارواکو ته د غونډې د تحفظ دپاره داسې تربیت ورکړی دی چې دوی به په ښکاره نه لیدل کېږي.

د سري نګر په مرکز کې دوکانونه د معمول نه وختي پرانیستل شوو خو چارواکو کنوېنشن سېنټر ته تلونکی لوی سړک د عامو خلکو تګ راتګ دپاره بند کړی و او په ښار کې ځینې سکولونه هم تړل شوي وو.

د دې برعکس د غوندې نه څو ورځې وړاندې د ډل جهیل په غاړه د کنوېشن سېنټر چارچاپيره کمانډوز ګمارل شوي وو چې د ربړ په کېشتیو کې به يې په جهیل کې ګشت کولو. د سري نګر تجارتي برخه صفا کړی شوي وه، نوي سړکونه جوړ کړی شوي او د بجلۍ ستونو ته د هندوستان د بېرغ په درې رنګونه ورکړی شوي وو.

چین چې د هندوستان سره خپله سرحدي شخړه لري په سري نګر کې یې د غونډې نه بایکاټ کړی دی.

چین او پاکستان ویلي په لانجمنو ځایونو کې غونډې نه شي کېدلی.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00