شاته

پاکستان: په درامد شویو موټرو باندې د ځینو ټېکسونو د ختمېدو باوجود هم ګاډي نه دي ارزان شوي

د پاکستان د مرکزي حکومت د ټېکسونو ادارې [اېف بي ار] د بهر څخه راغوښتونکو ګاډو باندې رېګولېټري ډيوټي يا ماليه ختمه کړې خو اخستونکي او د ګاډو کاروباريان وايي، د مارچ په اخره کې دغه اعلان شوی خو تراوسه ګاډي نه دي ارزان شوي.

اقتصاد پوهان وايي په پاکستان کې د سود د شرحې د زياتوالي او د ډالر په مقابله کې د پاکستانۍ روپۍ د بې قدرۍ او ورسره په مارکيټ کې د رسد او طلب وجې د ګاډو په قيمتونو اثر نه دی شوی.

ګاډی اخستونکی راجه محمد اپريدی وايي په ګاډو د ټېکسونو د ختمېدو د اعلان وروسته یې دوه مياشتې انتظار وکړو، چې د ګاډو قيمتونه به راکم شي خو د ګاډوپه قيمتونو کې څه فرق نه دی راغلی.

وي او اې ډيوه سره په خبروکې هغه وویل، نوي ګاډي نه شي اخستی او استعمال شوي ګاډي د 19 يا 20 لکه روپو نه کم نه مېلاويږي او اوس مجبوره دی چې په مارکيټ کې زوړ ګاډی واخلي.

د مې په پينځمه نېټه د پاکستان د ټېکسونو مرکزي ادارې ويلي وو، په درامدي ګاډو رېګولېټري ډيوټي د مارچ د میاشتې پورې په ځای کړی شوې وه او د هغې د مودې پوره کېدو وروسته دا نوره نه ده غځول شوې.

په درامدي يا د بهر څخه راغوښتونکو ګاډو باندې 20فيصده رېګولېټري ډيوټي شپږ مياشتې وړاندې لګول شوې وه، او په پاکستان کې په درامداتو د بنديزونو د وجې د بهر څخه ګاډي، موبايلونه او صنعتي خام مال راکم شوی دی.

کاروباريان وايي، د درامدي ماليې د ختمېدو وروسته د هغوی په کاروبار منفي اغېزې شوي دي.

د ګاډی کاروباري امجد خان وايي، د کله نه چې رېګولېټري ډيوټي ختمه شوې نو خلک په دې تمه دي چې ګاډي به ارزان شي خو د ګاډو قيمتونه نه دي راکم شوي او هم له دې له امله خلک په انتظار دي او مارکيټ ته نه راځي چې نېغ په نېغه اثر یې د هغو په کاروبارونو شوی دی.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل، خرڅونه یې زيات دي ګاهک نشته او کاروبار یې په تاوان کې روان دی.

په پاکستان کې د ګاډو د جوړولو اتحاديه وايي، تېر د اپرېل په میاشت کې د ګاډو خرڅ 52 فيصده کم شوی او په کاليز بنيادونو په دې کې 80فيصده کمی راغلی دی.

د اتحادیې په وينا د روان مالي کال په تېرو لسو مياشتو کې د جولايۍ نه تر اپرېل پورې يو لک او 14000 ګاډي خرڅ شوي دي او تېر کال هم په دې موده کې دوه لکه 27000 ګاډي خرڅ شوي وو.

اقتصاد پوهان وايي د ګاډو قيمتونه يواځې د ټېکسونو د کمي سره نه کميږي بلکې د رسد او طلب له وجې هم د دې په قيمتونو اثرات پرېووځي.

اقتصاد پوهه طاهر امين وايي، چې د پاکستانۍ روپۍ او امریکايي ډالر ترمنځ مخ په زياتېدونکی فرق د ګاډو د بيو نه کمېدو يو لوی علت دی او د دې تعلق د رسد او طلب سره هم دی.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې وويل، تېر کال د ګاډو ضرورت څومره وو او سږ کال څومره دی؟ دې ته هم کتل پکار دي، او يواځې دا نه چې ريګولېټري ډيوټي ختمه شوه نو ګاډي به ارزان شي او که تاسو وګورئ نو د سود د شرحې د زیاتوالي د وجې هم بېنکونو د ګاډو قېمتونه زيات کړي دي.

اقتصاد پوهان وايي، د پټرولو د بيو د زیاتوالي او په ملک کې د ګاډو د پېداوار د کمي په وجه هم د ګاډو بيې زياتې دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

خېبر پښتونخوا کې د پوليو ضد څاڅکو کمپاين پېل شو
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:44 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00