شاته

ډز بندي شروع کېدو نه مخکې، د سوډان پوځ په خرطوم کې هوايي حملې کړې

په سوډان کې په جنګ کې ښکیل د امینتي ځواکونو د دوو حریفو فريقېنو ترمنځ د يوې هفتې ډز بندي د شروع کېدو نه مخکې د سرښار خرطوم اوسېدونکي وايي د ګل، دوشنبې، په ورځ پوځ په خرطوم کې د پېراملېټري ځواک په هدفونو هوايي بمباري وکړه.

ډز بندي د ګل، دوشنبې، په ورځ شروع کېدونکي ده او هدف يې دا خبره یقيني کول دي چې جنګ ځپلو ته سیمو ته امدادي شیان رسوول دي.

د عیني شاهدینو په وېنا د اتوار، يکشنبې، په ماښام هم پوځ د رېپېډ سپورټ فورسز په ضد بمباري وکړه. ار اېس اېف د خرطوم په رهایشي علاقو کې فعالیت کوي. د پوځ او ار اېس جګړه د اپرېل په ۱۵ نېټه شروع شوې ده.

حریف فريقېن په د یوې هفتې په سولې متفق شوي او ټاکل شوې چې ډز بندي به د مقامي وخت سره سم د ګل، دوشبنې، په ماسخوتن پاو کم لس بجي شروع شي.

د امریکې، سعودي عرب، سوډان د پوځ او د ار اېس اېف نمانیدګان به د ډز بندۍ څارنه کوي.

په ډز بندۍ معاهده د سعودي عرب په ساحلي ښار جده کې د مذاکراتو په نتیجه کې شوې ده.

په سوډان کې د جنګ دلاسه د یو مېلین نه زیات کسان بې کوره شوي دي او د سيمې د بې ثباته کولو خطر يې راولاړ کړی دی.

د متحده قومونو د صحت ادارې، ډبلیو اېچ او، ترمخه د جنګ دلاسه د اووه سوه نه زیات کسان په سوډان کې وژل شوي او لږ تر لږه ۵۲۸۷ کسان زخمیان شوي دي.

روېټرز خبري اداره وايي د خکو د مړينې شمېره ممکنه ده چې د ډبلیو اېچ او د شمېرو نه زیاته وي.

د ګل، دوشنبې، په ورځ هوايي حملې د خرطوم نه علاوه په ام درمان او بهري ښارونو کې هم رپورټ شوي دي. خرطوم، ام درمان او بهري درواړه یوه لویه شهري علاقه ده چې د نیل او د سپين نیل دریابونو د یو ځای کېدو په ځای یا سنګم پرته ده.

جنګ دلاسه په مېلینونو خلک په کورونو کې ایسار دي او خرطوم اوسېدونکي وايي حالات خراب شوي دي، په ښار کې لاقانونیت، لوټ مار، د بجلۍ او د اوبو نېشت والی زیات شوي، په ځینو علاقو کې د خوراک کمی پېدا شوی او ځینې هسپتالونه تړل شوي دي.

په جده کې د شوي ډز بندۍ هدف خلکو ته امداد رسوول او د بنیادي سهولتونو بحالول دي. په ډز بندۍ کې د ښکیلو مرکچیانو وېنا وه چې شهري علاقونه د ځواکونو ويستلو او د مستقل سولې دپاره به د نورو مذاکراتو ضرورت وي.

یادونه: د دې خبر معلومات د روېټرز خبري ادارې نه اخیستل شوي دي

ځانګړې ویډیوګانې

خېبر پښتونخوا کې د پوليو ضد څاڅکو کمپاين پېل شو
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:44 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00