شاته

عمران خان: سبا مې بيا د نيولو 80 فيصده امکانات دي

د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او مخکني وزيراعظم عمران خان ويلي، سبا (د نهې په ورځ) بيا اسلام اباد ته د ضمانتونو په لړ کې ځي او بيا یې د نيولو 80 فيصده چانس دی. نوموړي دغه خبره امريکايي ټي وي سي اېن اېن سره په خبرو کې کړې ده.

عمران خان له دې وړاندې په نهمه مې د غبن په قضيه کې نيول شوی او بيا سپريم کورټ د هغه د خوشي کولو امر کړی او د تحریک انصاف په خواست بيا د اسلام اباد هايکورټ د 31 مې پورې د عمران خان د نه نيولو حکم کړی وو.

د عمران خان د نيولو وروسته د پاکستان تحریک انصاف ګوند غړو د ملک په لويو ښارونو کې احتجاجونه کړي او په پوځي مرکز جي اېچ کيو او لاهور کې د کور کمانډر په کور ورغلي وو.

پرون په لاهور کې د شهباز شريف په مشرۍ د امنيت په اړوند د لوړې کچې يوه غونډه شوې او وزیراعظم ویلي، نهمه مې د پاکستان په تاریخ کې د تورې ورځې په توګه ياديږي. هغه ويلي، په دغه ورځ د عمران خان پلويانو شرخو هغه کار کړی کوم چې په تېرو 70 کلونو کې دښمن نه وو کړی.

له دغې وړاندې د شهباز شریف په مشرۍ د ملي امنیت کمېټۍ په غونډه کې د نهمې مې پېښو ته ناوړه ويل شوي او زياته کړی شوې چې کمېټۍ په دغو پېښو کې منصوبه بندي کوونکو او خلکو راپاروونکو پرضد د پوځي قانون لاندې د مقدمو چلولو تاييد کړی دی.

پاکستان تحریک انصاف ګوند تور لګولی چې د اړي ګړي جوړولو په لړ کې د ملک د غټ سیاسي ګوند د پوځ سره مخامخ کولو هڅې روانې دي.

عمران خان ويلي، د نهمې مې پېښې بهانه جوړه کړی شوې او د هغه ګوند ماتول کيږي، په لسګونو ښځې او ماشومان نيول شوي او په پوځي عدالتونو کې پرې مقدمې چلول کيږي.

عمران خان دعوه کړې د ګوند 10000 غړي یې نيول شوي دي.

هغه زياته کړې قاتلانه بريدونه پرې شوي دي. هغه ويلي ښکاري حکومت د هغه د ګټې د ویرې په اکتوبر کې هم انتخابات ونه کړي.

بل لور ته د کورنيو چارو وزير رانا ثناالله ویلي، انتخابات به په ملک کې په يوه ورځ کيږي.

هغه تور لګولی عمران خان ځوانان تربيه کړي، د پوځ مخالفه کيسې یې جوړې کړي، ځوانانو ته یې د خپلو نيولو په وخت په ملکي ودانيو د بريدونو کولو ويلي او بې لارې کړي يې دي.

هغه ويلي، پاکستان تحریک انصاف ګوند چې څنګه جوړ شوی اوس داسې ماتيږي.

د رانا ثناالله په خبره، چا چې ودانيو ته اورونه اچولي په دفاعي ودانيو یې بريدونه کړي د هغې حساب به ورسره کيږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00