شاته

ځینې سرپرستې او کونډې مېرمنې: د کور لګښتونه نه‌شو پوره کولای

یو شمېر ښځې چې د خپلو کورنیو یوازېنۍ ګټیالۍ دي وايي، په اوسني وضعیت کې د کور لګښتونه نه‌شي پوره کولای.

رقيه وايي چې مېړه يې موټر چلوونکى و او لرې پرتو کليو ته به یې خوراکي توکي د پلور لپاره وړل.

نوموړې وايي، دې او مېړه یې دواړو کار کاوه او د خپلې کورنۍ د پاللو توان یې درلود.

رقيه چې د شپږو ماشومانو مور ده، هغه مهال یې د صفا کارې په توګه په یو روغتون کې کار کاوه.

نوموړې وايي، چې مېړه يې یو وار ميدان وردګو ولايت ته په کار پسې تللی و، خو بیا غړېدلې سترګې کور ته راستون نه‌شو، تر دې چې په وینو سور مړی یې ورته کور ته راووړ.

نوموړې زیاتوي نه پوهېږي، چې مېړه يې چا وواژه.

هغه وايي، د مېړه په وژل کېدلو سره د دوی اقتصادي وضعیت خراب شو او د خپل ځان او ماشومانو د ژوند لګښتونه یې پر غاړه شول.

رقيه چې اوس د ودونو هوټلونو کې په ټيټ معاش د صفاکارې په توګه کار کوي وايي: "زه د خپل کور ډوډۍ ورکوونکی یم. دا ډېره سخته ده. دا زما لپاره واقعاً ستونزمنه ده. زه څه ووایم؟ زه د میاشتې پنځه زرو څخه ډېر کار نه‌شم کولای. زه په هوټلونو کې کار کولو ته ځم. په یو محفل دوه سوه راکوي. زه دا دوه سوه په کور مصرف کړم؟ که د کور کرایې ته یې ورسوم؟ زه باید دا دوه سوه د اوبو او برښنا لپاره ورکړم؟ که اووه کلن ماشوم ته مې قلمونه او کتابچې پرې واخلم؟"

د رقيې په وينا، د مياشتې دوه زره افغانۍ د کور کرايه ورکوي او کله ناکله ګاونډيان له رقيې او ماشومانو سره خپله ډوډۍ نیموي ترڅو شپه په لوږه تېره نه‌کړي.

دا وايي، ډېرى وخت يوازې په وچه ډوډۍ خپله ګوزاره کوي.

ارشیف: کابل کې وچې ډوډۍ ته منتظرې مېرمنې
ارشیف: کابل کې وچې ډوډۍ ته منتظرې مېرمنې

نازببو بله ښځه ده چې وايي، شاوخوا دوه کاله وړاندې یې په کندز کې د پوليسو پر رينجر د ماين په چاودنه کې خاوند او زوى ووژل شول.

نازببو چې اوس د کابل په خيرخانه کې له يوه معيوب زوی او يوې ځوانې لور سره ژوند کوي، وايي خاوند يې اشپز و.

نوموړې ازادي راډيو ته وويل، كله يې چې په كور كې د خپل مېړه او زوى مړي وليدل، نو د كور له دوهم پوړ څخه يې ځان وغورځاوه، چې لاس او ملا يې ټپي كړې او اوس هم د دغو فزيكي ټپونو له کړاو سره لاس او ګرېوان ده.

نازببو وايي، د خپل خاوند او زوى له مړينې وروسته به يې د خلکو په کورونو کې جامې مينځلې، خو اوس د خپلې ناروغۍ له امله دا کار نه‌شي کولاى.

هغې وويل: "کله چې لږه ښه وم، کالي به مې مينځل او کار به مې کاوه. اوس هېڅ نه‌شم کولاى. نه پوهېږم کم خونه یم که بله خبره ده خو که کار وکړم، لاسونه او پښې مې لړزېږي."

دا مېرمن وايي، بل زوی يې ورک دی او له څو کلونو راهيسې يې په اړه معلومات نه‌لري.

د دې په خبره، د کابل په واټونو د پلاستيکي نقشو او قلمونو په پلورلو سره يې ځوانه لور هڅه کوي چې د کورنۍ د اقتصادي مسووليت دروند بار ته اوږه ورکړي.

دغې مور او لور هم ازادي راډيو ته وویل، د دوی هېڅ خپلوان ورسره مرسته نه‌ده کړې او له څو میاشتو راهیسې یې د کور کرایه هم نه‌ده ورکړې.

د خپلو کورنیو سرپرستې يادې مېرمنې وايي، د خپل ځان او کورنۍ د پالنې لپاره په یوازې ځان کار کوي، خو د دوی په وینا د طالبانو له‌خوا د ښځو پر کار د محدودیتونو په لګولو سره د کار کولو فرصتونه دوی ته کم شوي.

د یادونې ده چې د طالبانو حکومت په ډېرو دولتي او ټولو نادولتي دفترونو کې د ښځو پر کار کولو بندیز لګولی، چې له امله یې د هغو کورنیو د ښځو عایدات چې مېړونه یې د جګړو او نا امنیو قرباني شوي، خورا کم شوي دي.