شاته

د امریکې په اتو ایالتونو کې بیا زورور توفان راغلی او لږ تر لږه 21 کسان یې مړه کړي دي

واشنګټن ــــ د امریکې په اتو جنوبي او منځنیو لوېدیځو ایالتونو کې بیا شدید توفان راغلی چې ګڼ شمېر کورونه او تجارتي مرکزونه یې زیانمن کړي او په نتیجه کې یې لږ تر لږه 21 مړه شوي دي او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي.

د جمعې په شپه راغلي دې توفان او زورورو بوړبوکیو په الاباما، ارکنساس، الینوای، انډیانا، مسیسیپي او ټینیسي ایالتونو کې تاوانونه پېښ کړي او خلکو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

چارواکي وایي اووه تنه په ټینیسي کې مړه شوي، پینځه په ارکنساس کې مړه شوي، درې په انډیانا کې او څلور په الینوای کې مړه شوي دي.

د توفان له کبله د جمعې له شپې د شنبې- خالي تر سهار پورې نور خلک په الاباما او مسیسیپي کې مړه شوي دي.

د ارکنساس په لیټل راک ښار کې هم د توفان له کبله یو ځایي تجارتي مرکز او د خوراکي شیانو سټور تباه شوي دي. د دې ښار ښاروال یا مېر سکاټ فرینک پر ټویټر لیکلي چې توفان د خلکو جایدادونو ته ډېر زیان اړولی دی:

"موږ له 24 کسانو خبر یو چې د لیټل راک په روغتونونو کې بستر شوي دي او موږ تر اوسه د چا د مړینې خبر نه دی تر لاسه کړی".

چارواکي وایي د الینوای ایالت په بلوډېر ښار کې توفان د یو تېټر چت را غورځولی دی چې له کبله یو تن مړ شوی او 28 نور ټپیان شوي دي، چې وایي په هغوی کې هم د پینځو تنو حالت ښه نه دی.

د پولیسو په وینا لومړني معلومات ښیي چې په کوم وخت کې زوروره بوړبوکۍ پر دې تېټر ورغله هغه مهال په دې کې یو کنسرټ روان وو او شاوخوا 260 کسان هلته موجود وو.

په ټینیسي ایالت کې د یو های سکول چت هم ټوټه ټوټه شوی او کړکۍ یې ماتې شوې دي، همدارنګه لویې ونې پر مځکه لوېدلې دي، د کورونو دېوالونه مات شوي چې له کبله یې کاروباري مرکزونه بند وو.

دا په یوه اوونۍ کې دویم ځل دی چې زورور توفان د امریکې په څو ایالتونو کې خلکو ته له درنو مالي زیانونو سره سره د سر زیان هم اړوي.

د مارچ پر 26مه هم د امریکې جنوبي برخې زورور توفان او بړبوکۍ لړزولې وې چې د چارواکو په وینا په میسیسیپي ایالت کې یې لږ تر لږه 23 کسان مړه کړي او په لسګونو ودانۍ یې نړولې وې.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00