شاته

رانا ثناء الله وایي د سپریم کورټ د درې کسیزه بینچ د ججانو پرضد په ریفرنس جمع کولو غور روان دی

پاکستان کې دواکمن سیاسي ایتلاف پي ډي ایم له لوري د الیکشن د قضیې په اړه د سپریم کورټ په درې کسیز بینچ له بې باورۍ ښودل کېدو وروسته د هیواد د کورنیو چارو وزیر راناء ثناء الله امکان ښودلی دی چې کېدای شي د سپریم کورټ د چیف جسټس په شمول ددغو دریو کسانو پر ضد ریفرنس جمع کړل شي.

هغه اردو پواینټ نومې رسنۍ سره په خبرو کې ویلي د چیف جسټس په شمول د دریواړو ججانو پرضد (سپریم جوډیشل کونسل کې) د ریفرنس جمع کولو په معامله غور روان دی.

رانا ثناء الله ویلي تر اوسه دیادو ججانو پرضد د ریفرنس جمع کولو پرېکړه نه ده شوې خو ویلي یې دي چې ددې ججانو پرضد د ریفرنس جمع کولو پرېکړه کیدای شي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ مرکز کې د واکمن سیاسي ایتلاف دمشرانو غونډه کې دسپریم کورټ په درې کسیز بینچ دبې باورۍ څرګندونه اؤ ددغه قضیې نه دبایکاټ کولو پرېکړه شوې ده.

دسپریم کورټ دمشر قاضي عمر عطاء بندیال په مشرۍ درې کسیزه بینچ پنجاب اؤ خېبر پښتونخوا صوبو کې دالیکشن دنیټو نه اعلانېدو پرضد دپاکستان تحریک انصاف دجمع شوؤ خواستونو اوریدنه کوي خو حکومتي ایتلاف بیا دغه بینچ دتحریک انصاف ګوند لپاره په خواخوږۍ لرلو تورن کړی اؤ دقضیې اوریدو لپاره یې دفل کورټ جوړولو غوښتنه کړې ده.

دجمعې په ورځ دسپریم کورټ مشر قاضي د اوریدنې په مهال داټارني جنرل لخوا د فل کورټ شوې غوښتنه رد کړې ده.

د کورنیو چارو وزیر ویلي کوم درې ججان چې ددې قضیه اوریدنه کوي دهغوي یو اوږد ریکارډ دی اؤ تل یې د مسلم لیګ نواز ګوند پرضد فیصلې ورکړې دي.

هغه ویلي ددې قضیې اوریدنې لپاره وړومبی نهه کسیز بینچ جوړ شوی ؤ،بیا دغه بینچ نه دوه ججان ووتل اؤ اووه کسیز پاتې شو،د اووه کسیز نه بیا پینځه کسیز ،بیا څلور کسیز اؤ‌ اوس درې کسیز ته راکوز شو.

د رانا ثناء الله په خبره دریواړو ججانو دخپلو ملګرو ججانو د خبرې منلو نه هم انکار کړی اؤ داسې ښکاري چې دوي په هر قیمت ددې قضیې دفیصلې پخپله د کولو لپاره په ضد دي چې په دې صورت کې حکومت سره هیڅ لاره نه پاتې کیږي پرته له دې چې خپل احتجاج ریکارډ کړي.

دخالي په ورځ د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ دایتلافي ګوندونو دمشرانو دغونډې په اعلامیه کې غوښتنه شوې ده چې په ګرد هیواد کې باید په یوه ورځ ټولټاکنې وکړل شي.

اعلامیه کې ویل شوي چې که په یوه ورځ ټولټاکنې ونه شي نو دا به ملک یو تباه کن سیاسي بحران ته ټېل وهي اؤ دغه وضعیت به دهیوا دمعاشي ګټو پرضد دخودکشه حملې په معنا وي.

اعلامیه کې ایتلافي ګوندونو دسپریم کورټ په درې کسیزه بینچ دبې باورۍ څرګندونه کړې ده اؤ غوښتنه یې کړې ده چې د څلورو ججانو په اکثریتي فیصلې منلو سره دې موجوده عدالتي کارروایي ختمه کړل شي.

خو دپي ډي ایم دغې اعلامیې ته خپل غبرګون کې حکومت مخالفه ګوند پاکستان تحریک انصاف ویلي چې چې په هیواد کې دموجوده سیاسي اؤ اقتصادي بحرانونو دهواري یوازینۍ لاره راڼه انتخابات دي.

دپي ټي ایي مرکزي مشر فواد چوهدري دګوند داعلامیې خپرولو په ترڅ کې ویلي چې دایین د224مې مادې په اساس هرکله چې اسمبلۍ ماتې شي نو په 90 ورځو کې دننه انتخابات کول ضروري وي.

خو فواد چوهدري وایي چې پي ډي‌ ایم ته په انتخاباتو کې خپله ماتې په نظر ورځي ځکه له انتخاباتو تېښته کوي.

هغه ویلي خبره د نهه کسیز،اووه کسیز،پینځه کسیز یا درې کسیز بینچ دجوړښت نه بلکې په 90 ورځو کې داییني مودې دننه دانتخاباتو ده اؤ پي ډي ایم دانتخاباتو نه دتېښتې په هڅه کې قام دججانو اؤ بینچونو په بحث کې مشغولول غواړي.

خېبر پښتونخوا اؤ پنجاب کې دانتخاباتو دنیټې په سر سپریم کورټ کې د روانې قضیې د اوریدنې په مهال دسپریم کورټ دججانو ترمنځ پخپله هم اختلافونه رامنځته شوي دي اؤ دپاکستان حکومت تېره اوونۍ دقامي اسمبلۍ اؤ سینیټ نه دعدلیې د واکونو محدودولو ترمیمي قانوني مسوده منظور کړې ده.

دغه مسوده دسینیټ چیرمین دلاسلیک لپاره دهیواد صدر ته لیږلې ده اؤ چې هرکله پرې صدر لاسلیک وکړي نو دقانون بڼه به خپله کړي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00