شاته

د برتانیه بشردوسته سازمان وایي افغانستان کې طالبانو درې برتانوي وګړي نیولي دي

دبرتانیې یو بشر دوستانه سازمان پریسیډیم نیټورک د شنې-خالي په ورځ ویلي افغانستان کې طالبانو درې برتانوي وګړي نیولي دي، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه لا رسنیو ته څه نه دي ویلي.

دبرتانیې خارجه وزارت پخپل بیان کې ویلي "مونږ افغانستان کې دنیول شوؤ برتانوي وګړو سره دقونصلر دلارې دتماس نیولو لپاره سخت زیار وباسو اؤ ددغو کسانو دکورنیو سره کومک کوؤ"

زه پکې تېروتلی یم دا اصل کې داسې لیکل پکار وؤ د رسنیو په رپورټونو کې د نیول شوؤ برتانوي وګړو پېژندګلو دمیډلزبورو د اوسیدونکي خیریه ډاکټر 53 کلن کوین کورنول،یوټیوبر مایلز روټلیج اؤ دیو هوټل دنامعلومه منیجر په توګه شوې ده.

دطالبانو لخوا د نیول شوي 21 کلن روټلیج پېژندګلو برتانوي رسنیو کې د "خطرناک سیلګري" په توګه مخې ته راغلې ده چې د خطرناکو هیوادونو سفرونه کوي اؤ بیا دهغې په هکله معلومات په انلاین بڼه خپروي.

د پریسیډیم نیټورک سازمان سکاټ رچرډر سکایي نیوز ته ویلي "مونږ باور لرو چې روغ جوړ دي،ښه علاج یې کیږي اؤ مونږ ته ویل شوي چې هغوي په هم دومره ښه وضعیت کې دي څنګه چې په داسې حالاتو کې هیله کیدای شي"

خو نوموړي ویلي تر اوسه دچارواکو (نیول شوؤ )کسانو سره داسې کوم "مقصدي تماس" نه دی دی نیول شوی دکوم چې پریزیډم نیټ ورک هیله کوي.

ویل کیږي چې په نیول شوؤ کې دوه کسان طالبانو دجنورۍ دمیاشتې نه په بند کې ساتلي دي خو نه ده معلومه چې دریم تن دکله نه طالبانو بندي کړی دی.

پریسیډیم پخپل یو ټویټ کې په طالبانو ټینګار کړی "زمونږ په فکر چې کومه غلط فهمي ده په هغې غور وکړئ اؤ دا کسان خوشې کړئ"

پروسږکال هم طالبان د یو ټیليویژن کیمره مین اؤ څلور نور هغه برتانوي وګړي له بنده خوشې کړي ؤ چې تر شپږو میاشتو دهغوي په زندان کې ساتلي وؤ.

پیټر جووینال هم دهغو ګڼو برتانوي وګړو له جملې څخه یو ؤ د چا په هکله چې دبرتانوي حکومت وینا وه چې افراطي اسلامپالو بندیان کړي دي.

د برتانیې خارجه وزارت ویلي ددغو پینځوؤ واړو کسانو "افغانستان کې دبرتانوي حکومت په فعالیتونو کې هیڅ کردار نه ؤ اؤ هغوئ دبرتانوي حکومت دسفري مشورو څخه په سرغړونه افغانستان ته سفر کړی ؤ"

هغه مهال دافغان طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په برتانویانو تور پورې کړی ؤ چې هغوئ "دملکي قوانینو اؤ دافغانستان دخلکو د روایاتو پرضد فعالیتونه کوي"

هغه ویلي وؤ امارت اسلامي افغانستان دبرتانیه سره دپرله پسې تماسونو نه وروسته دغه نیول شوي کسان خوشې کړي اؤ خپل هیواد ته یې سپارلي دي.

هغه زیاته کړې وه "دوي ژمنه کړې ده چې دافغانستان دقوانینو،روایاتو اؤ دخلکو دکلتور درناوی به کوي اؤ بیا به ددې څخه سرغړونه نه کوي"

طالبانو چې اګست کال2021م کې یو ځل بیا دافغانستان په اقتدار فبضه وکړه اؤ دهغې راپدیخوا یې دښځو اؤ نجونو په اړه کومې تګلارې خپلې کړې دي هغې نړۍ کې دطالبانو پرضد غم اؤ غصه راپارولې ده.

یادونه:- د دې خبر معلومات له فرانس پریس خبري ایجنسۍ نه اخیستل شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00