شاته

اوکراین: روسیې ته د امنیت شورا د مشري ورکول 'د نړیوالې ټولنې پر مخ څپیړه ده'

اوکراین د شنبې په ورځ اپریل لومړۍ (وري ۱۲) وویل د اپریل میاشتې لپاره روسیې ته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د مشري ورکړه "پر مخ یوه څپیړه ده."

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دیمیټرو کولیبا پر خپله ټویټر پانګه لیکلي، مسکو ته د یادې شورا د مشري ورکول "د نړیوالې ټولنې پرمخ یوه څپیړ ده."

نوموړي زیاته کړې:‌‌" د امنیت شورا له اوسنیو غړو څخه غواړم چې د امنیت شورا له مشري څخه د ناوړه ګټې اخیستنې په اړه د روسېې هر ډول هڅه خنثي کړي." نوموړي روسیه په امنیت شورا کې قانون ماتونکې وبلله.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا مشري ددې شورا د ۱۵ غړو هیوادونو ترمنځ هره میاشت په نوبتي ډول ترسره کیږي چې د اپریل میاشتې لپاره روسیه د یادې شورا مشري کوي.

مسکو په داسې حال کې د امنیت شورا مشري پر غاړه اخلي چې له غربي هیوادونو سره د روسیې اړیکي د سړې جګړې راوروسته د اوکراین د جګړې له امله ډیرې سړې شوي دي.

مسکو د وروستي ځل لپاره د ۲۰۲۲ کال په فبروري میاشت کې د امنیت شورا مشري کړې وه، دقیقا هغه میاشت چې مسکو پر کیف خپل برید پیل کړ.

مسکو به په تصامیمو کې لږ نفوذ ولري خو د چارو د اجنداوو مسولیت به ورسره وي.

روسیې ویلي، د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف به د روانې میلادي میاشتې په پای کې د "اغیزناکه څو اړخیز توب"په اړه د امنیت شورا د غونډي کوربه توب وکړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا زیاته کړې ښاغلی لاوروف به همدارنګه د اپریل په ۲۵ نیټه د منځني ختیځ په اړه هم د یو بحث مشري وکړي.

خو اوکراین غوښتي دي چې مسکو دې د امنیت شورا له مشري څخه لیري کړای شي.

متحدو ایالتونو هم په امنیت شورا کې د روسیې په غړیتوب او د دایمي غړي په توګه د یاد هیواد په وضعیت انتقاد کړی دی.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارین جین پییر ویلي:" یو هیواد چې په ښکاره ډول د ملګرو ملتونو منشور نقض کوي او په خپل ګاونډي برید کوي د ملګرو ملتونو‌ په امنیت شورا کې ځای نلري."

د بالتیک هیوادونو لیتوانیا، لیتویا او استونیا هم د شنبې په ورځ د روسیې په مشري اندیښنه ښودلې ده.