شاته

د هند عدالت د کانګرس ګوند یو مشر راهول ګاندي ته د "مودي" نوم د سپکاوي په تور دوه کاله سزا اورولې ده

واشنګټن ــــ د هندوستان یو عدالت د دې هېواد د اپوزیشن مشر راهول ګاندي د هغې وینا پر سر د سپکاوي په مقدمه کې مجرم پېژندلی او دوه کاله د بند سزا یې ورته اورولې چې په 2019م کال کې یې کړې وه او په هغه کې یې غلو ته د مودي نوم کارولی وو.

د هند د این ډي ټيلیویژن د خبر له مخې د پرېکړې په وخت راهول ګاندي په عدالت کې موجود وو. دا فیصله د وزیراعظم نریندرا د پلارني ریاست ګجرات په سورت ښار کې یو عدالت کړې ده.

د عدالت د پرېکړې په غبرګون کې راهول ګاندي د مهاتما ګاندي یو قول پر ټویټر لیکلی چې وایي "زما د مذهب بنیاد ریښتینواله او عدمِ تشدد دی، حقیقت زما خدای دی او عدمِ تشدد هغه ته د رسېدو لاره ده".

عدالت د دوه کاله بند سزا له اورولو وروسته د هغه ضمانت هم منظور کړی دی او د هغه سزا یې د یوې میاشتې لپاره ځنډولې ده، چې په دې وخت کې هغه د عدالت د پرېکړې خلاف درخواست هم ورکولای شي.

د کانګرس د مشر راهول ګاندي خلاف دا مقدمه د واکمن ګوند بهارتیه جنتا پارټي د اسمبلۍ غړي او د ګجرات مخکیني وزیراعلی پرنیش مودي درج کړې وه.

هغه په مقدمه کې د راهول ګاندي د هغې وینا حواله ورکړې چې پکې د رسنیو د رپوټونو له مخې هغه ویلي وو، "د ټولو غلو وروستی شریک نوم یا تخلص مودي ولې وي".

د پرنیش مودي وکیل کیتن ریشموالا د پنجشنبې- زیارت په ورځ د عدالت تر فیصلې وروسته وویل "عدالت د راهول ګاندي خبرې د بې عزتۍ وړ ګڼلې دي او دوه کاله د بند سزا ورته اورول شوې ده".

راهول ګاندي د پنجشنبې- زیارت په ورځ عدالت ته وویل چې د ده هغه تبصره د کومې ټولنې خلاف نه وه.

د ګاندي ګوند کانګرس ویلي چې د هغه خلاف دا مقدمه د بي جې پي "بزدل او آمرانه" حکومت درج کړې ده ځکه چې وایي راهول "د دوی تیاره عملونه رسوال کوي."

د کانګرس ګوند ویانده سوپریا شرینات وایي ګوند یې ټولې قانوني لارې لري او وبه یې وکاري. هغې وویل: "هیله ده چې د [دې] خاورې قانون به غالب شي."

راهول ګاندي د کانګریس ګوند یو مخکښ مشر او د نهرو او ګاندي له سیاسي کورنۍ څخه دی، هغه به اوس د خپلې سزا خلاف اعلی عدالت ته اپیل یا خواست کوي.

د هندوستان د وفاقي حکومت یو سلاکار کېنچن ګپتا وایي، راهول ګاندي چې د قومي اسمبلۍ غړی دی د عدالت له خوا تر سزا کېدو وروسته د هیواد د سپریم کورټ د 2013م کال د حکم سره سم د پارلمان له غړيتوبه سمدستي نااهله کېدای شي.

ګاندي د 2024م کال تر عمومي ټاکنو مخکې د نریندرا مودي له مهمو سیالانو څخه ګڼل کېږي چې پر ډیلي واکمنې عام آدمي پارټۍ یې هم ملاتړ کړی دی.

یادونه:- د رپوټ اکثره مواد له رویټرز خبري ایجنسۍ اخیستل شوي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00