شاته

علي وزیر: موږ تل په هغو جرنېلانو تنقید کړی چې پوځ یې د کاروبار وسیله ګرځولی دی

واشنګټن ـــــ د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مشر او د قومي اسمبلۍ غړی علي وزیر دعوه کوي چې د پاکستان د ریاستي ادارو تر منځ د اختلافاتو له کبله د پښتونخوا په نویو قبایلي ضلعو کې ترهګري زیاته شوې ده.

له وي او اې اردو سره په ځانګړې تازه مرکه کې علي وزیر ویلي، چې دی له خپل فکر سره سم په ریاستي ادارو باندې تنقید کوي، خو وایي دا تنقید پر ادارو نه بلکې د ادارو پر ځینو اقداماتو یې کوي.

علي وزیر د پاکستان په ریاستي ادارو خصوصاً په پوځ باندې د نیوکو په تور تر دوو کلونو زیاته موده د کراچۍ په زندان کې تېره کړه او په فرورۍ کې عدالت هغه په ضمانت خوشی کړ.

علي وزیر وایي دی د پوځ پر هغو جرنېلانو تنقید کوي چې ریاست او ادارې یې د خپل کاروبار وسیله کړې دي:

"آیین او قانون شته، که موږ څه بلوا کړې یا مو خلک پارولي‌ دي، نو په آیین کې که څه سزا وي زه خو جېل ته هم لاړم، عدالتونو ته هم وړاندې شوم، که په آیین کې څه داسې خبره وای یا له دوی [پوځ] سره څه کره ثبوت وای نو نن به زه بهر نه وای".

د علي وزیر په ګډون د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین او نور مشران د ترهګرۍ په خلاف جګړه کې د پاکستان د پوځ په پالیسیو او په نورو ریاستي چارو کې په ممکنه لاسوهنه ښکاره نیوکې کوي.

د پاکستان پوځ د پي ټي ایم د مشرانو دا ډول تورونه تل په کلکه رد کړي او د پوځ ویاند په خپلو بیانونو کې بیا بیا پر دغه ولسي تحریک تور پورې کړی چې د نورو هېوادونو په اشاره د ترهګرۍ په ضد د پوځ هڅې ضایع کول غواړي.

د پاکستان پوځي مشران تور پورې کوي چې د پي ټي ایم مشران د پوځ په خلاف د بیانونو له کبله د خلکو او پوځ تر منځ بېلتون پیدا کوي، خو د پي ټي ایم مشران دعوه کوي چې دوی "حقایق" بیانوي.

"پر خپل دریځ او بیانیه ولاړ یم"

علي وزیر وایي د ده ضمانت د کوم تړون یا رعایت په نتیجه کې نه دی شوی بلکې په ټولو مقدمو کې د ده په خلاف د ثبوتونو تر نشتوالي وروسته چې څه لاره پاته نه شوه نو ضمانت ورکړل شو.

د دې پوښتنې په جواب کې چې یوې ریاستي ادارې [پوځ] پر ده تور ولګاوه او بلې ادارې [عدالت] یې ضمانت منظور کړ، خو بیا هم پي ټي ایم ولې په ریاستي ادارو باندې د باور اظهار نه کوي، علي وزیر وایي:

"لویو عدالتونو چې په دې برخه کې څه کړي موږ یې مننه کوو، ښکاره خبره ده چې ځینې خلک ایمانداره دي او په خپل کار کې سنجیده دي چې د خپلو ادارو د بدنامۍ سبب نه جوړېږي موږ د هغوی احترام کوو".

د پاکستان په پوځ باندې د پي ټي ایم په ګډون د دې ملک نور سیاسي ګوندونه او ځینې سیاستوال نیوکې کوي او وخت په وخت د ځینو خلاف مقدمې هم درج شوې دي، خو دا چې ولې د هغوی په نسبت له علي وزیر سره بېل سلوک وشي، هغه یې په جواب کې وایي:

"ډېرو خلکو چې خبرې یې کړې وې وروسته یې بخښنې هم وغوښتې او ویې ویل چې موږ به بیا داسې خبرې [پر پوځ تنقید] نه کوو، موږ چې په پیل کې کومه بیانیه وړاندې کړې وه تر ننه پر هغه ولاړ یو".

علي وزیر وایي د دوی او د نورو ګوندونو په تنقید کې دا توپیر دی چې هغوی د خپلو ګټو او برخې غوښتلو لپاره نیوکې کوي او دوی د حقیقت او نظریاتو په بنیاد تنقید کوي چې وایي خلک یې هرکلی کوي.

وایي دوی چې پر کومو مسایلو خبرې کوي او کومې غوښتنې کوي هغه د قبایلي سیمو د خلکو له ژوند سره تړلې دي، خو وایي اوس هم هغه مسایل نه دي حل شوي او د دوی غوښتنې نه دي منل شوې:

"موږ به له دوی [پوځ او حکومت] سره فیصله کن خبرو ته کښېنو او خپرې خبرې به ورته ږدو، ورته وایو به چې تاسې په پیل کې له موږ سره کومې ژمنې کړې وې بیا چې دوی هره لاره او رویه خپلوي له هغه سره سم فیصله به کوو".

"پي ټي ایم زما نظریه ده، پرېښوولای یې نه شم".

په پي ټي ایم کې د تقسیم د اوازو او د راتلونکي سیاست په اړه علي وزیر وو، چې دی او منظور پښتین سره ملګري دي او پي ټي ایم د ده نظریه ده، له دې پرته یې نه بل فکر شته او نه یې چاته په دې اړه څه باور ورکړی دی.

د دې پوښتنې په جواب کې چې که د پاکستان ریاستي ادارې پر پي ټي ایم بندیز ولګوي، علي وزیر وویل چې یو تنظیم یا ګوند هغه وخت غیرقانوني ګرځول کېدای شي چې وسله یې اخیستې وي یا یې د توندروۍ څه عمل کړی وي، وایي د دوی مبارزه پرامنه او د ولسي حقونو لپاره ده.

که څه هم د پي ټي ایم مشر منظور پښتین وایي چې تحریک به یې غیرپارلماني وي، خو علي وزیر په 2018م کال کې د پښتونخوا له جنوبي وزیرستان ضلعې څخه په ازاد حیثیت په ټاکنو کې برخه اخیستې وه او د قومي اسمبلۍ غړی ټاکل شوی وو.

د وي او اې اردو په مننه

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00