شاته

د هند د اپوزیسیون مشر ته د مودي د سپکاوي په تور د دوو کلونو بند سزا ورکړل شوه 

په هند کې یوې محکمې د صدراعظم نریندرا مودي‌ د تخلص بدنامولو او «شخصیت وژنې» په تور د اپوزیسیون مشر راهول کاندي ته د دوو کالونو بند سزا واوروله.

راهول ګاندي په ۲۰۱۹ کې په یوې انتخاباتي غونډې کې ویلي وو چې ولې په هند کې د ټولو «غلو تخلص مودي» دی. هغه د بېلګې په توګه د هند د کرکټ د پریمیرلیګ د پخواني مشر لالیت مودي، چې اوس له دغه لیګ څخه بند کړل شوی، او د الماسو د هندي فراري سوداګر نیراو مودي نومونه یاد کړل.

د هند صدر اعظم نریندرا مودي‌ له دغو دوو کسانو سره هېڅ تړاو نلري.

د ګاندهي خلاف د شخصیت وژنې قضیه د واکمن ګوند بهارتیا جانتا مشر پرنیش مودي د هند د ګجرات په ایالت کې ثبت کړې وه.

نوموړي ویلي دي چې ګاندي د «مودي ټولې ټولنې ته سپکاوی» کړی دی. د هند په لویدیځ ګجرات کې «مودي» یو عام تخلص دی.

کله چې محکمې د ګاندي په اړه پرېکړه اعلانوله، هغه هلته وو. راهول ګاندي وویل چې د هغه د څرګندونو هدف په هند د فساد یادول وو او هېڅ یوې ټولنې ته سپکاوی نه و.

راهول ګاندي اوس د ۳۰ ورځو لپاره په ضمانت پرېښودل شوی او د هغه «کانګرس ګوند» ویلي دي چې د محکمې د پرېکړې په ضد به بلې محکمې ته مراجعه کوي. د دغه ګوند مشر ملیکارجن د مودي حکومت «دکتاتور» وباله.

د محکمې له پرېکړې وروسته ګاندي په خپل ټویټر کې ولیکل:‌«زما مذهب په حقیقت او عدم تشدد ولاړ دی. حقیقت زما خدای دی او عدم تشدد دغه خدای ته د رسېدو لار ده.»

راهول ګاندي چې د هند د کانګرس غړی دی د حکومت یوازینی قوي اپوزیسیون بلل کېږي او ممکن د ۲۰۲۴ کال په انتخاباتو کې د مودي په مقابل کې بیا ودرېږي، تېرو دوو درورو کې هم کاندید و.