شاته

رينا اميري: د طالبانو پر وړاندې د افغان نجونو او مېرمنو ملاتړ پکار دی

د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د متحده‌ایالاتو ځانګړې استازې رینا امیري هغه افغان مېرمنې چې، د طالبانو په وړاندې د خپل حق غوښتنه کوي ستايي او وايي، نړۍ باید ورسره مرسته وکړي.

اغلې امیري له یو امریکايي ټلوېزیون سي‌اين‌این سره په مرکه کې ويلي، افغان مېرمنې د طالبانو په وړاندې د درېدو لپاره همکارۍ ته اړتیا لري.

اغلې اميري ويلي: "ډېر کله فکر کېږي چې افغان مېرمنې قرباني دي، افغان مېرمنې رهبرانې دي، هغوی غښتلې او پیاوړې دي او د خپلو حقونو لپاره مبارزه کوي، نړۍ باید دا باور مات کړي چې ګنې افغانې ښځې ناهیلې شوې دي."

نوموړې ویلي، افغان مېرمنې له نړیوالې ټولنې غواړي چې، د طالبانو په وړاندې شاه تګ ونه‌کړي بلکې د دوی د یووالي لپاره کار وکړي او د افغان مېرمنو ملا وتړي.

رینا امیري په دې مرکه کې ويلي، افغان مېرمنې د دوی د وضعیت په اړه د نړۍ اعلامیې ګوري، خو هغه څه چې هغوی یې غواړي دا دي چې نړۍ باید د افغان مېرمنو رهبري په رسمیت وپېژني او د هغوی سره مرسته وکړي.

رينا اميري
رينا اميري

رینا امیري داسې مهال دا څرګندونې کوي چې په بهرنیو مؤسسو کې پر افغان ښځو د کار بندیز لا هم پر خپل ځای دی.

سره له دې چې پر مېرمنو د کار د بندیز له پرېکړې وروسته د ملګرو ملتونو په ګډون د ښځو د حقونو ګڼو نړیوالو فعالانو افغانستان ته سفر وکړ او له طالب چارواکو سره یې په دې اړه خبرې وکړې، خو په دې اړه د طالبانو د حکومت په دریځ کې لا هم کوم بدلون نه‌دی راغلی.

د دې ترڅنګ د طالبانو حکومت له شپږمو ټولګیو پورته سږ کال د نوي ښوونیز کال په پیل کې هم نجونو ته د زده‌کړو اجازه ورنه‌کړه.

"افسوس چې لا هم یو میلیون نجونې نه‌شي کولای ښوونځي ته لاړې شي.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان استازي نصیر احمد اندېشه د بشري حقونو د وضعیت په اړه د دې شورا په یوه عمومي بحث کې وویل، نږدې یو میلیون نجونې لا هم نه‌شي کولای ښوونځي ته لاړې شي.

ده د نړیوالې ټولنې او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا پر دریځ انتقاد وکړ.

نوموړي وويل: "افسوس چې لا هم یو میلیون نجونې نه‌شي کولای ښوونځي ته لاړې شي. لا هم په زړورتیا له خپلو حقونو دفاع ته دوام ورکوي. سربېره پر دې، د نجونو په وړاندې د طالبانو سیستماتیک تبعیض او په دې برخه کې د نړیوالې ټولنې او دې شورا ناتواني، د افغانستان په معاصر تاریخ کې یو تور داغ پاتې دی."

نصير احمد اندیشه
نصير احمد اندیشه

اخوا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولي مرستیال مارکس پوتزل د طالبانو د حکومت د رئیس الوزرا د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره کتلي او او یو ځل بیا یې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونو د پرانيستلو په اړه د نړۍ غوښتنه مطرح کړې ده.

د دې ترڅنګ په کابل کې د جاپان سفارت هم په یوه اعلامیه کې چې د دې سفارت په ټویټر خپره شوې، د افغان نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د خلاصېدو غوښتنه کړې ده.

په اعلامیه کې د نوي ښوونیز کال په پیل کې نجونو ته د زده‌کړو اجازه نه ورکول ناهیلی کوونکی عمل بللی او د نجونو او ښځو زده‌کړې او تحصیل یې د افغانستان د راتلونکې لپاره اړین امر بللی دی.

اړوند مطالب