شاته

بایډن: امریکا د هغو مسلمانانو تر څنګ ولاړه ده چې له ظلم سره مخ دي

ولسمشر جوبایډن او لومړۍ میرمنې جیل بایډن د چهار شنبې په ورځ مارچ ۲۲ (وري دویمه) د روژې د مبارکې میاشتې د رارسیدو په مناسبت په امریکا او نړۍ کې مسلمانانو ته د نیکمرغیو غوښتنه وکړه.

ښاغلي بایډن د سپینې ماڼۍ په اعلامیه کې ویلي چې امریکا په دې سپيڅلې موده کې د مسلمانانو له هغو ټولنو سره په ملاتړ ټینګار کوي چې له ستونزو او ویجاړیو ځوریږي.

ښاغلي بایډن زیاته کړې، امریکا به د ترکیې او سوریې له اوسیدونکو سره چې د زلزلې له امله یې خپل عزیزان له لاسه ورکړي او د پاکستان له اوسیدونکو سره چې د سیلابونو له امله زیانمن شوي او اوس خپل کورونه رغوي، پیوستون ته دوام ورکړي.

د متحدو ایالتونو ولسمشر څرګنده کړه، امریکا او متحدین یې د چین د ایغورانو، د برما د روهینګیایانو او په نړۍ کې د مسلمانانو له نورو ټولنو سره چې له ازار او اذیت او ظلم سره مخ دي، ملاتړ ته دوام ورکړي.

ښاغلي بایډن زیاته کړې، د روژې په مبارکه میاشت کې په ټوله امریکا کې مسلمانو ټولنو ته چې د یاد هیواد د رامنځ‌ ته کیدو له وخته د تاریخ جز دي، درناوی کوي.

بایډن وویل، له ساینس او ټکنالوژي څخه نیولې بیا تر هنر او علم، له قانون څخه تر طبابت، له تجارت څخه تر حکومتولۍ او تر هغه هاخوا، د امریکا مسلمانان ددې هیواد د متنوع ټولنې تقویت لامل شوي‌ دي.

بلخوا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن هم په یوې اعلامیه کې مسلمانانو ته د سوله ایزې روژې هیله کړې ده.

ښاغلي بلینکن زیاته کړې، اوس ددې وخت دی چې په دسته جمعي ډول له فقر، ځورونو، نښتو او طبیعي نارینونو سره د مخ کسانو سره مرسته وشي.

امریکایي چارواکي په داسې حال کې په نړۍ کې د روژې د مبارکې میاشتې د رارسیدو په مناسبت مبارکي وايي چې د افغانستان په ګډون د پنجشنې ورځ مارچ ۲۳ د روژې د مبارکې میاشتې لومړی ورځ ده.