شاته

يونېسف: سږ کال شپېته سلنه افغان نجونې له زده‌کړو بې‌برخې شوي دي

د ملګرو ملتو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) وایي، سږکال په افغانستان کې شپېته فیصده نجونې له زده‌کړو پاتې شوي دي.

د یونېسف د زده‌کړو د برخې مسوولې ادریانا وګیلار تېر ماښام (مارچ ۲۲مه) ازادي راډیو ته وویل چې، یو ملیون نجونې د طالبانو د فرمان له امله اغېزمنې شوې دي.

نوموړې ويلي: "موږ اټکل کوو چې له دریو ماشومانو یو تن په افغانستان کې په ښوونځي کې نه‌دی شامل. د دوی شپېته فیصده نجونې دي. دا په دې معنا ده چې نږدې درې میلیونه نجونې به له ښوونځي محرومه شي یا به هیڅکله هم بیا ښوونځي ته ولاړې نه‌شي."

"موږ اټکل کوو چې له دریو ماشومانو یو تن په افغانستان کې په ښوونځي کې نه‌دی شامل.

د ملګرو ملتو د ماشومانو د ملاتړ د صندوق په باور د نجونو پر زده‌کړو بندیزونه په مستقیم ډول د افغانستان د نجونو او ښځو پر راتلونکو نسلونو خپل منفي اغېز پرې باسي.

یونېسف په ورته وخت کې په خپل ټویټر کې د یوې افغان نجلۍ غږ خپور کړی دی چې شپږم ټولګی یې خلاص کړی او اوس تصور کوي چې خپلو هیلو ته نه‌شي رسېدلی.

د دې نجلۍ نوم سما دی او دولس کلنه ده، دا وایي خپل ورور ته د ښوونځي شیان سمووم خو زړه مې تنګیږي چې مکتب ته نه‌شم تللی.

سما وايي: "که ښوونځي پرانیستي وای، اوس به په اووم ټولګي کې وم. قلمونه، کتابچې، بکس، جامې هرڅه به مې چمتو کول. هغې ورځې ته سترګې په لاره یم چې څوک حال راکړي چې د نجونو ښوونځي خلاص شول."

د یونېسف په باور د سما په څېر یومیلیون نجونې له زده‌کړو بې‌برخې شوې دي.

بل لور ته د ملګروملتونو د بشري حقونو په شورا کې د امریکا استازې میشل ټایلر پرون په جینوا کې د طالبانو پر فرمانونو نیوکه وکړه، چې ورسره د ښځو حقونه تر پښو لاندې شوي دي.

نوموړي ويلي: "د امریکا متحده‌ایالتونه په سختو ټکیو د طالبانو اتیا فرمانونه چې د افغانانو حقونه په ځانګړې ډول نجونې او مېرمنې په‌کې په سیستماتیک ډول محدودې شوې دي، غندي. افغانستان چې خپل نیمایي خلک له ټولنیز ژونده بې‌برخې کوي، په هیڅ توګه نه‌شي بریالی کېدای."

تر دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن ویلي و چې، نړۍ به تر هغو له طالبانو سره تعامل ونه‌کړي چې د نجونو او ښځو حقونه یې نه وي رعایت کړي.

د بلېنکین په وینا، د طالبانو د ډسمبر د میاشتې فرمان چې په غیردولتي مؤسسو کې د ښځو د کار د ممانعت سبب شو، ډېرو هغو افغانانو ته ستونزې پيدا کړې چې په بشري مرستو یې خپل ژوند چلاوه.

د نجونو د زده‌کړو او د مېرمنو د کار د بندیزونو په تړاو بیا بیا د ملګرو ملتونو او مرستندویه مؤسسو استازیو افغانستان ته سفر کړی دی او طالبان یې هڅولي دي چې له داسې کړنو لاس واخلي، خو تر اوسه بریالي شوي نه‌دي.

اړوند مطالب