شاته

منظور پشتین: پښتون وطن ته د نوي جنګ پلان راوړل شوی

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين د بلوچستان صوبې په لورالايي کې ولسي جلسې ته د وينا پر مهال په پښتونخوا او نورو سيمو کې د انامنۍ تازه پېښو ‏ته په اشارې سره وويل چې استعماري قوتونو يو وار بيا دې سيمې ته نوی جنګ راوړی، په اتفاق به یې مخنیوي کيږي.

هغه وویل، ‏"استعماري قوتونه لګيا دي چې دې خاورې ته يې نوې اسلحې راوړې دي، نوي طرزونه راوړي دي، نوی ترتيب يې جوړ کړی دی، زمونږ او ستاسو په وينو يې ډالر ‏وګټل، مونږ په هيڅ قيمت پر خپله خاوره نا امني نه منو، او د هغې د مخ نيوي لپاره يې هر قيمت ادا کولو ته تيار يو، دې مخنيوی يوازې په اتفاق کيږي او چې پښتانه ‏په اتفاق شي بيا يې ماتې نا ممکنه ده".‏

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ او د پاکستان د قامي اسمبلۍ غړي علي وزير له څه کم دوه کاله بند راخوشي کېدو په وياړ جوړه شوې دې ولسي غونډې کې له ‏بېلا بېلو سيمو څخه په زرګونه نارينه او ډيری ښځينه فعالو شرکت درلود.‏

غونډې ته په وينا کې علي وزير وويل د پښتنواو افغانونو پر وطن له تېرو څو لسيزو را هيسې جنګونه روان دی، لا هم دا لړۍ روانه ده.

‏"د دې وطن د هر فکر رنګ قام او قبيل خلک له ترهګرۍ سره مخ شوی، اوس وخت راغلی دی چې ټول سره يو شو".‏

په خپله وينا کې منظوﺭ پشتين وويل‎، په پاکستان کې د پښتنو سر خوندي دی نه يې وسايل خوندي دي, منظوﺭ پشتين په خپله وينا کې ﺯياته کړه, د پښتنو پر وطن تر ترتيب شوي پلان لاندې نا امني جوړه ‏کړل شوې او له هم دې کبله د پښتنو وطن او وجود له خطر سره مخ دی.

ښاغلي پشتين وويل، چې د پښتانه وکيلان ووژل شوه، د پښتنو مشران وژل شوي خو د هغوی له کورنيو سره انصاف نه دی شوی.

‏"دلته زمونږ وجود له خطر سره مخ دی، زه زاړه مثالونه نه درکوم، لنډ مثال درکوم ، د کوټې لسګونه وکيلان ووژل شوه، په بوري ( لورالايي) ښار کې د ارمان لوڼي وينه ‏توی شوه، عثمان کاکړ ووژل شو، د عوامي نېشنل ګوند عبيدالله کاسی په زنځيرونو کې تړل شوی، ويډيو يې نن هم پر پښتون قام قرض پرته ده، وايي دا د ايف سي ‏وال مې وژنې پېسې ورکړی، اسد اڅکزی (د عوامي نېشنل ګوند پخوانۍ وياند) له په مياشتو مياشتو ورک وو او بيا يې داسې مړی پېدا شو چې د کتلو نه وو، د ‏خالقداد بابړ د مرګ قيصه در ياده کړئ، مور يې نن هم په ميلونو ميلونو د خپل زوی تر قبره مزل کوي، د بوري يو ماشوم اسرار د مرګ انصاف ورنه کړ، خو چې مونږ د ‏انصاف لپاره احتجاج کوو بيا موږ نيول کېږو او پر مونږ مقدمې درج کوي".‏

‎ ‎پشتين وويل، پښتون وطن د دنيا له وسايلو ډک دی خو اختيار يې نه لري او له حکومت څخه يوه کوڅه او پوخ سړک په سوال غواړي.‏

هغه وويل چې د اتفاق پر ځای پښتانه په قبيلوي او سيميز تقسيم، خپل منځي نفرتونه او دښمنۍ کې ښکېل دي ځکه پر وطن د روانې بد امنۍ په مخ نيوي کې مشکل ‏لري.‏

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

هېلو وي او اې په ټي وي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00