شاته

کېنېډا د شام او ترکیې خلکو دپاره د مهاجرت چارې آسانه کوي

(اې اېف پي) - کېنېډا د ترکیې او شام د هغو شهریانو دپاره چې د وړاندې نه کېنېډا ته رسېدلي دي، هلته کې د مهاجرت د قانوني حیثیت لارې چارې آسانه کوي او په دې اړه یې د خالي/شنبې په ورځ یو ګام اوچت کړ. دا اقدام په داسې وخت کې کیږي چې تېره میاشت په ترکیه او شام کې د سختې زلزلې له امله څه باندې پنځوس زره کسان مړه شول.

هغه زلزله چې قوت یې ۷.۸ درجې و، د فرورۍ په شپږمه، په ترکیې کې څه باندې پنځه څلوېښت زره او په ګاونډي هېواد شام کې یې هم زرهاوو کسان مړه کړل او په لکهاوو ودانۍ یې تباهې کړې.

د کېنېډا د مهاجرت، ریفیوجیز او سېټيزنشپ د چارو وزیر شان فرېز وویل: "کېنېډا ژمنه ده هغو کسانو ته چې د ترکیې او شام په تباه کنه زلزله کې ځپل شوي دي، امداد ورسوي."

د کېنېډا د حکومت تازه اقداماتو ترمخه، د مثال په ډول، د ترکیې او شام شهریان به وکولی شي کېنېډا کې د کار اجازت نامې دپاره درخواست ورکړي. په دې اجازت نامو سره بهرني وګړي کولی شي د یوې ځانګړې مودې دپاره کېنېډا کې د کوم آجر دپاره کار وکړي.

ښاغلي فرېزر د خالي/شنبې په ورځ وویل: "نن مونږ داسې نوي اقدامات اعلانوو چې د ترکیې او شام شهریانو ته په کېنېډا کې او خپلو کورنیو سره پاته کېدل آسانه کوي او هغوی به وکړی شي په یو خوندي ماحول کې خپل کار او تعلیم ته دوام ورکړي."

د کېنېډا د طرفه دا اعلان لس ورځې پس د هغه وشو چې ملګرو ملتونو د نړېوالې ټولنې نه وغوښتل چۍ د وروستۍ زلزلې نه وروسته دې د زلزله ځپلو سیمو شامي کډوالو ته د ځای او مرستې ورکولو عمل تېز کړي.

ځانګړې ویډیوګانې

د کرمې ضلعې خلکو د سر شمېرنې په وخت د بنیادي اسانتیاو غوښتنه کړې
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:53 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00