شاته

د پښتنو په قبایلي سیمو کې د سرشمېرنې عمل څنګه روان دی؟

د افغانستان پولې ته نزدې د کرمې ضلعې سر وکۍ کلي کې، قریب څلوېښتو کورنيو چې ویل یې د بنیادي سهولیاتو د نه درلودلو په احتجاج کې د سرشمېرنې په پروسه کې د اندراج نه انکار کوي، د ضلعې انتظامي چارواکو ورته د سرشمېرنې ګټي په ګوته کړې او هغه کورنۍ یې اندراج ته آماده کړې.

د ملک نورو برخو په څېر په قبايلي ضلعو کې هم د کورونیو او وګړو د سرشمېرنې عمل د تېر مارچ میاشتې نه پیل شوی دی. په پاکستان کې دا اوومه سرشمېرنه روانه ده، خو دا ځل یې فرق دا دی چې ډیجيټل سرشمېرنه کیږي.

تر دې وړاندې، آخري سرشمېرنه په کال دوه زره اولسم (۲۰۱۷) کې شوې وه. د قبايلي ضلعو خلکو ګيله کوله چې د دوی ابادي فقط پنځوس لاکه ښودل شوې کومه چې د اصل ابادۍ نه ډيره کمه ده.

د بره کرمې ضلعې اسسټنټ کمشنر امير نواز وايي دوی خلک په دې پوهه کوي چې سرشمېرنه کې برخه اخېستل د راتلونکي پرمختيايي کارونو د پاره ډېر مهم دي.

امیر نواز وي او اې ډیوه ته وویل: "ځینې کورنۍ وې چې هغو ته مونږ قناعت ورکړ او هغو ته مو د دې سرشمېرنې اهمیت وښودلو چې دا ستاسو مستقبل دی، ستاسو د آینده نسلونو مستقبل دی. نو الحمدلله هغو خپل تعاون شورو کړو. او په دې پوره سیمه کې، اول ځل خلکو پوره مرسته د لفظونو نه بهر ده."

د سرشمېرنې د ټيمونو غړي وايي د اندراج نه د انکاري خلکو شمېر ډير کم دی، خو په قبايلي ضلعو کې اکثر له سړي د کورونو نه بهر دي، او د ځايي رواياتو له وجې ښځې، ټېمونو ته معلومات نه ورکوي او اکثره معلومات په کور کې موجود د لوی ماشوم نه اخلي.

په سرشمېرنه کې د بنيادي اسانتياو د نشوالي په سر د انکار تر څنګ، ځېني خلک د معلوماتو پټولو په غرض هم خپل اندراج نه کوي. خو په کرمه کې د سر شمېرنې ضلعي مشر سيد جواد حسین وايي دوی چې کوم معلومات راټولوي، هغه د پاکستان رياست سره محفوظ وي او خلک دې په ډاډه خپل ټول معلومات شريک کړي.

قبايلي ضلعو کې زياتره سيمې د بنيادي آسانتیاوو نه محرومه دي. چارواکي وايي که د دې سيمو خلک په سرشمېرنه کې پوره برخه واخلي، آینده کې به د دغو معلوماتو په بنیاد، د هغو په کلیو او علاقو کې ترقیاتي کارونه کیږي.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

ځانګړې ویډیوګانې

د کرمې ضلعې خلکو د سر شمېرنې په وخت د بنیادي اسانتیاو غوښتنه کړې
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:53 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00