شاته

اېچ ار سي پي: په خېبرپښتونخوا صوبه کې ورګډو شوو قبایلي ضلعو اوسېدونکي د سختې مايوسۍ ښکار دي

پاکستان کې د بشري حقونو کمېشن [اېچ ار سي پي] ويلي، په خېبرپښتونخوا کې د لوړې کچې د حقیقت موندنې ماموریت پای ته په رسېدو معلومه شوې چې "په صوبه کې ورګډو شوو قبایلي ضلعو اوسېدونکي د سختې مايوسۍ ښکار دي، او اوس هم په تمه دي چې رياست به دغه علاقې قامي چوکاټ ته راولي او د دستور لاندې به د دوی بشري، سياسي، ټولنيز او معاشي حقونو ته تحفظ ورکړي".

اېچ ار سي پي ویلي، په ماموريت کې د اېچ ار سي پي مشرې حنا جېلاني او نور غړي چې شامل وو په بنو، پېښور، خېبر او سوات کې یې د مدني ټولنې د غړو، جرنلسټانو، وکيلانو او ضلعې انتظامیې د غړو سره خبرې شوي دي.

د اېچ ار سي پي د خېبرپښتونخوا مشر اکبر خان وايي دوی د روانې مياشتې 13م مارچ څخه دغو علاقو ته ورغلي او بېلابيلو سيمو د خلکو سره یې ليدلي دي.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وویل اېچ ار سي پي د تېرو کلونو راهسې دغه ډول د حقیقت موندنې رپورټونه خپروي او دې ځل په خېبرپښتونخوا کې ورګډو شوو قبايلي ضلعو باندې تمرکز وو، چې معلوم کړي هلته څه حالات دي.

هغه وویل دوی پرون په سوات پرېس کلب کې په خبري غونډه کې د 13م مارچ نه تر 18م مارچ پورې خلکو سره ليدو غټې خبرې مطبوعاتو ته وړاندې کړي او تفصیلي رپورټ به وروسته خپروي.

"ماموریت په کال 2018م کې د 25م اييني بدلون وروسته د خېبرپښتونخوا په لويدیځه برخه کې سېول انتظامیې او منتخب استازو ته د واک په منتقلۍ کې په غېر ضروري وروستو والي اندېښنه څرګنده کړې" او زياته کړې یې ده "د پخوانۍ فاټا په صوبه کې د ورګډولو په وخت چې څومره بحث شوی وو چې د دې مقصد د خلکو د ځان او مال تحفظ، تعلیم او صحت خيال ساتل، د اوبو او برق سره دوی ته د انصاف ورکول دي، په سيمه کې د عدالتونو د لارې څه لږ ډېر پرمختګ شوی خو دا کار ډېر د وروستوالي ښکار دی".

ماموریت په ځانګړي ډول "په خېبرپښتونخوا کې د وسله والو په بيا راښکاره کېدو اندېښنه څرګنده کړې او ويلي يې دي د عدالت نه لرې وژنو، او په زوره بې درکه کولو حالات نور ډېر کړکېچن کړي دي".

ویل شوي په "ورګډو ضلعو کې د امنيتي ځواکونو يا پوځ موجودګي او واک په لاس کې ساتلو د مقامي حکومت او سېول انتظاميې اختيارات کمزوري کړي دي. ځايي خلک دې ته فکرمنده دي او وايي چې په سيمه کې امنیتي ځواکونه په دومره پراخه کچه موجود وي امن به څنګه په ځای پاتې شي؟".

"اېچ ار سي پي په سيمه کې په پراخه کچه هلو ځلو او ازادي اظهار په بنديزونو د خفګان څرګندونه کړې او ماموریت، په زوره بې درکيو، په بند کې وژنو، او د بېلابيلو کسانو د جېلونو څخه تښتونو په خبرونو ژوره اندېښنه ښکاره کړې ده".

د بشري حقونو کمېشن د اوسنيو بلدياتي انتخاباتو هرکلی کړی خو ويلي یې دي چې "منتخب استازو ته مناسبه فنډونه نه ترلاسه کيږي د کوم له امله چې نظام سخت اغېزمن دی".

ماموریت ويلي په سوات کې د ولسي پاڅون جذبې متاثره کړی او دا په ډاګه کوي چې د سيمې خلک نور وسله والو زغملو ته تيار نه دي.او په ګډو ضلعو کې یې د ځوانانو په سياسي فعاليتونو د خوشالۍ څرګندونه کړې ده.

د اګست په میاشت کې په سوات کې د وسله والو ښکاره کېدو وروسته په سوات او خېبرپښتونخوا په بېلابيلو برخو کې په غټه کچه د ناامنۍ ضد او امن دپاره ولسي پاڅونونه او احتجاجي مظاهرې شوي چې تراوسه پورې دغه لړۍ دوام لري.

خو د خېبرپښتونخوا په بېلابیلو برخو او قبايلي ضلعو کې بيا هم وخت په وخت د ناامنۍ پېښې کيږي او په وروستيو کې دغه پېښې زياتې شوي دي.

په 14م مارچ په اسټرېلیا کې د اقتصاد او امن د انسټیټیوټ له خوا خپور شوي د ګلوبل ټیریرزم انډکس په کالني رپوټ کې ویل شوي، چې پاکستان په تېر 2022م کال کې په ترهګرۍ کې د خلکو د مړینې په لحاظ په ټوله نړۍ کې پر دویم نمبر وو، چې وایي 643 کسان یې وژل شوي او د وړم کال په نسبت پکې 120 فیصده زیاتوالی راغلی چې 292 کسان یې وژل شوي وو.

د رپورټ ترمخه تېر کال پاکستان په جنوبي اېشیا کې تر ټولو د زیاتو ترهګرو بریدونو او وژنو له کبله تر افغانستان مخکې وو. افغانستان له 2017م کال راهیسې پر دې نمبر وو.

په رپورټ کې زياته کړی شوې چې‌ په پاکستان کې په تېره لسیزه کې کال په کال د مرګ ژوبلې کچه تر ټولو زیاته وه او د ترهګرۍ په پېښو کې په ټولو وژل شویو کسانو کې 55 فیصده پوځيان وو. وایي پاکستان د دغو وژنو د بیړني‌ زیاتوالي له کبله په انډکس کې شپږم نمبر ته رسېدلی دی.

د ترهګرۍ نړیوال انډکس ويلي، د ترهګري بنیادي تمرکز له افغانستان سره د پاکستان پر پوله دی چې وایي 63 فیصده بریدونه او 74 فیصده وژنې په همدې سیمه کې کېږي.

د پاکستان د خېبرپښتونخوا صوبې قبايلي ضلعې د افغانستان سره په پوله پرتې دي.

په اسټرېلیا کې د اقتصاد او امن د انسټیټیوټ مشر سټیو کلیلیا ويلي، اوس چې طالبان په افغانستان کې واکمن دي او رپوټونه وایي د ټي ټي پي غوندې ترهګرو ډلو مشران افغانستان د پناه ځای په توګه کاروي نو امکان شته د ترهګرۍ ضد هڅو سره سره د افغانستان او پاکستان پر پوله د ترهګرۍ فعالیتونه دوام ولري.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

د کرمې ضلعې خلکو د سر شمېرنې په وخت د بنیادي اسانتیاو غوښتنه کړې
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:53 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00