شاته

بنگله دېش کې د بس د چپه کېدو په پېښه کې لږ تر لږه ۱۹ کسان مړه شوي دي

واشنګټن - د بنګله دېش پولیس وایي، د هغه هېواد په مرکزي سیمه کې یو تېزرفتاره بس د لویې اکسپرس وې نه اوړېدلی او یوې کندې ته غورځېدلی چې په دې پېښه کې لږ تر لږه نولس (۱۹) کسان مړه او لسهاوو نور زخمیان شوي دي.

دا پېښه د بنګله دېش په شېبچار علاقه کې مخې ته راغلې، او د هغې علاقې د پولیسو یو مشر، انور حسین ویلي چې د ځينو زخمیانو حال خراب دی او شاید چې د مړیو شمېر د نهو نه هم زیات شي.

شېبچار د سرښار ډهاکې نه اتیا (۸۰) کلومټره لېرې پرته ده.

د پولیسو مشر، انور حسین زیاته کړه چې بس کې د څلوېښتو نه زیات مسافر سپاره و او چې کله په تېز رفتار سره د پدما سیند په سر نوي پول باندې تېرېده، نو د سړک د رېلنګ نه واوړېد او په یوې کندې کې چې نهه (۹) متره ژوره وه، ولوېد.

حسین دا هم وویل چې داسې ښکاري اول کې د بس ټایر چاودلی وي او د هغه نه پس ډرائیور د بس اختیار له لاسه ورکړی او پېښه رامنځ ته شوې ده. په دې لړ کې پخپله د بس ډرائیور هم مړ شوی دی. د پولیسو مشر وویل چې د پېښې د څرنګوالي په هکله تحقیقات جاري دي.

په بنګه دېش کې د ګاډو حادثې معموله خبره ده، او اکثره واقعاتو کې د ډرائیورانو بې پروایي، د ګاډو زوړوالی او د تحفظ د قوانینو خیال نه ساتل یې اهم وجوهات دي. د بنګله دېش د ګاډو په حادثاتو کې هر کال په زرهاوو کسان مړه کیږي.

په کال ۲۰۱۸ کې، کله چې د دوو تنکیو ځوانونو د مرګ په حوالې سره بنګله دېش کې پراخې مظاهرې وشوې، د وزیراعظمې شیخ حسینې حکومت مجبوره شو چې د بې پروا ګاډي چلولو په پېښو کې د خلکو د مړه کېدو عاملینو ته د قید سزا موده، پنځه کلونو ته لوړه کړي. مخکې تر دې په داسې پېښو کې د ډرائیور سزا درې کاله قید و.

ځانګړې ویډیوګانې

د کرمې ضلعې خلکو د سر شمېرنې په وخت د بنیادي اسانتیاو غوښتنه کړې
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:53 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00