شاته

د پاکستان پوځ د بلوچستان په اواران کې په عملياتو کې د درېو ترهګرو وژلو دعوه کړې

د پاکستان پوځ دعوه کړې چې د بلوچستان صوبې په اواران سيمه کې یې د ترهګرو ضد عمليات کړي درې ترهګر یې وژلي او په غټه کچه وسله یې ترې ترلاسه کړې ده.

پوځ پرون د خالي/شنبې په ورځ ناوخته ويلي، د 15 مارچ نه یې د اواران په جنوبي علاقه کې د استخباراتي معلوماتو په اساس د فعاله ترهګرې ډلې پرضد عمليات پېل کړي وو.

پوځ چې د کومې ترهګرې ډلې نوم نه دی اخستی خو ويلي یې دي، ياد ترهګر په تربت اواران سړک او غاړو کې په ډزو او چاودنو کې ککړ وو.

پوځ ويلي، دوی ته کره معلومات وو چې ترهګرو دغلته ځالې جوړې کړي او دوی ته هغه وخت معلومات ترلاسه شو چې درې ترهګر د يو ځای نه بل ځای ته منتقل کېده، او کله چې بيا پوځ د دوی لاره ونيوله دوی پرې ډزې پېل کړې او په نښته کې بیا درې واړه ترهګر وژل شوي او د ولقې نه یې په غټه کچه وسله ترلاسه شوې ده.

په اتم مارچ د پاکستان د پوځ مشر سيد عاصم منير د ګوادر سفر کړی، او هغه ته د امنيت په حالاتو او فارمېشن عملیاتو د تياريانو او چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ [سي پېک] د ساتنې او پرامنه ماحول يقيني کولو په اړوند احوال وړاندې کړی شوی وو.

د پوځ مشر ټينګار کړی چې څو بې لارې عناصر به د بلوچستان د خلکو او پوځ هوډ ګډوډ نه کړي. خو هغه بې لارې يا ګمراهه عناصر نه دي په ګوته کړي چې څوک دي؟.

د پوځ د مشر د سفر نه وړاندې په پينځم مارچ د بلوچستان په ساحلي ښار ګوادر کې د امنيتي عسکرو په ګاډي چاودنه شوې او نهه عسکرو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې وه. د بلوچستان د صوبايي حکومت چارواکو دغه پېښه تايید کړې او پوځ په خپله د دغه پېښې په اړوند څه نه وو ويلي.

له دغې پېښې يوه ورځ وروسته د بلوچستان په کچي ضلع کې د بلوچستان کانسټبلري [بي سي] پوليس په ګاډي ځانمرګی بریدی شوی چې په کې د اته اهلکارو په ګډون پکې نهه تنه وژل شوي او 13 نور ژوبل شوي وو.

د پاکستان د کورنيو چارو وزیر رانا ثناالله د ځانمرګي بريد او مرګ ژوبلو تاييد کړی وو. د رويټرز خبري ادارې ترمخه داعش د دغه بريد زمه واري منلې وه.

د پاکستان بلوچستان صوبه چې د تيرې اوږدې مودې راهسې د بدامنۍ د پېښو سره مخ پاتې شوې، د بلوچستان صوبې د کورنيو چارو وزارت په خپله ويلي چې په تير کال په 2022 کې په صوبه کې د بدامنۍ پېښې 11 فيصده سېوا شوې وې.

د کورنيو چارو د وزارت ترمخه د بدامنۍ تر ټولو زياتې پېښې په مکران ډويژن کې شوې او په صوبه کې د بدامنۍ په پېښو کې د 270 نه زيات کسان وژل شوی او څلور ترهګر بريدونه شوي وو.

په بلوچستان کې د زیاترو پېښو زمه واري تحریک طالبان پاکستان، بي اېل اې، بي ار اې، بي اېل اېف او داعش منلي دي.

د کورنيو چارو د وزارت ترمخه تير کال په صوبه کې امنيتي ادارو 162 عمليات کړي او 93 ترهګر یې وژلي او 210 وسله وال يې نيولي وو.

د ساوت ايشيا ټېروريزم ادارې په يو رپورټ کې ويل شوي چې د روان کال 2023م په لومړيو دوو مياشتو (جنورۍ او فرورۍ) کې په بېلا بېلو چاودونو او هدفي بريدونو کې په بلوچستان صوبه کې 79 تنه وژل شوي چې په کې 59 د امنیتي ادارو عسکر وژل شوي او 23 ټپیان شوي، 20 ته نزدي عام وګړي هم په داسې پېښو کې وژل شوي او 15 ټپیان شوي دي.

رپوټ زياتوي چې تېر کال 2022 کې هم په 250 پېښو کې شاوخوا 228 تنه وژل شوي او 217 تنه ټپیان سوي و. په وژل شوو او ټپیانو کې زیات شمېر یې د امنیتي ځواکونو عسکر ښودل شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00