شاته

ټرمپ وایي د سه شنبې په ورځ به ونیول شي

د متحده ایالاتو پخواني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ شنبه مارچ ۱۸ (کب۲۷) ویلي د هغو معلوماتو پر اساس چې د نیویارک ایالت د منهاټن ولسوالۍ د څارنوالۍ څخه افشا شوي، دی تمه لري چې د راتلونکې سه شنبې په ورځ به ونیول شي.

ښاغلي ټرمپ پخپلې Truth Social شبکې کې لیکلي، "مخکښ جمهوري غوښتونکی کاندید او د متحده ایالاتو پخوانی جمهور رئیس به د راتلونکې اوونې د سه شنبې په ورځ ونیول شي".

د متحده ایالاتو دې پخواني جمهور رئیس پخپلو پلویانو غږ کړی چې "مظاهره وکړئ، خپل ملت بیرته واخلئ".

ډونالډ ټرمپ چې بیا یې د جمهوري ریاست انتخاباتو ته ځان کاندید کړی لیکلي چې ښایي د هغې ادعا پر اساس ونیول شي چې په ۲۰۱۶ کال کې یې د غیر اخلاقي فلمونو هنرمندې سټورمي ډانیلز ته پیسې ورکړي.

که ښاغلی ټرمپ پدې قضیې کې تورن شی دا به لومړی ځل وی چې د متحده ایالاتو یو پخوانی جمهور رئیس د جرم په کولو تورنیږي او د ۲۰۲۴ کال جمهوري ریاست انتخاباتو لپاره به یو مهم پرمختګ وي.

که ښاغلی ترمپ پدې قضیې کې مجرم هم وبلل شي، د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د کاندید کیدو مخه یې نشي نیول کیدی خو تورن کیدل یې ښایي جدي عواقب ولري چې له یوې خوا به د هغه انتقاد کوونکي لا قوي شي او له بلې خوا به یې پلویان هم لا وهڅول شي چې په انتخاباتو کې برخه واخلي.


د منهاټن ولسوالۍ دموکرات څارنوال الوین براګ د هغو ۱۳۰۰۰۰ امریکایي ډالرو په هکله تحقیقات کوي چې د ۲۰۱۶ کال د جمهوري ریاست انتخاباتو څخه یوازې څو اوونۍ وړاندې سټورمي ډانیلز ته پدې خاطر ورکړل شوي و چې پرې نښودل شي د ښاغلي ټرمپ سره خپله یارانه بربنډه نکړي.

خو پخپله ډونالډ ټرمپ بیا ویلي چې د میرمن ډانیلز سره چې اصلي نوم یې سټیفني کلیفورډ دی، یارانه نه درلوده.

د استازو مجلس جمهوري غوښتونکي مشر کیون مک کارتي د نیویارک ایالت په څارنوالو تور لګولی چې د ښاغلي ټرمپ په خلاف د "سیاسي غچ اخیستو" لپاره دا ډول کړنې کوې او په ټویټر کې یې ژمنه کړې چې د دې موضوع په هکله به په کانګرس کې پلټنې پیل کړي.

خو بل پلو بیا د استاز مجلس پخوانې دموکراتې مشرې ننسي پلوسي ویلي چې د ښاغلي ټرمپ لخوا دا اعلان به د هغه د پلویانو تر منځ د نارامۍ پیدا کیدو سبب شي.
میرمن پلوسي لیکلي، " هغه (ډونالډ ټرمپ) د قانون دې سرغړانې، انتخاباتو ته نه درناوي کولو او تشدد ته د خلکو هڅولو څخه نشي پټیدی".

ښاغلی ټرمپ دا اعلان داسې وخت کوي چې چارواکو د هغه په خلاف هیڅ کوم جنایي تور ندی تائید کړی خو تر دې وړاندې د مطبوعاتو په راپورونو کې ویل شوي و چې د نیویارک په ښار کې د قانون تنفیذ ادارو پخپله خوښه د ټرمپ د تسلمیدو لپاره په امنیتي تدابیرو بحث کړی.