شاته

په زمان پارک کې مو د عمران خان 61 ورانکاري پلويان نيولي، لاهور پوليس

واشنګټن- د وايس اف امريکا د اردو څانګې د ځايي خبريال تر مخه د لاهور د پوليس چارواکو ويلي

پوليس په هغه وخت کې په زمان پارک کې عمليات کړي څه وخت چې عمران خان د توشه خانه مقدمې په لړ کې د جلوس سره د اسلام اباد عدالت ته د پېښ کېدو د پاره لا د مخکې وتلی و. پوليس په کرين د عمران خان د کور دروازه ماته کړې او ننوتلي دي.

عمران خان په خپله وينا کې ويلي پوليس يې د زمان پارک په کور حمله کړې چرته چې يې مېرمن بشرا بيګم يواځې پاتې ده. عمران خان ويلي دا د لندن پلان برخه ده چې يو مفرور سړی بيا اختيارمن کړي ځکه چې هغه يو سړی په يوه عهده ټاکلی. دا د کوم قانون د لاندې کيږي؟

هغه د لندن پلان په لړ کې د پخواني وزير اعظم نواز شريف نوم اخستلی چې د يوې ټاکنې په سر بيا اختيار ته راوستل کيږي خو د عهدې د ټاکنې په ترڅ کې يې د پاکستان د پوځ د مشر جنرل عاصم منير نوم نه دی اخستلی. څېړونکي ګڼي د عمران خان مطلب ترې هم دغه دی.

پوليس وايي د دې عملياتو په غبرګون کې د عمران د ګوند تحريک انصاف غړو په پوليسو کاڼي ورولي خو د ګوند غړي وايي پوليسو د ډب کوتک چلولو سره سره د پي ټي ايي غړي نيولي دي.

د اطلاعاتو وزيره مريم اورنګزيب وايي پوليس د عمران خان کور ته د تالاشۍ وارنټ وړی و خو په هغوی ډزې وشوې او د پنجاب نګران وزير اطلاعات عامر مير وايي دوی په زمان پارک کې لګېدلي شخصي پاټکونه ختم کړي. هغه ويلي په پوليس پيټرول بمونه هم استعمال شوي خو دوی دغه کسان نيولي دي.

د اسلام اباد يو عدالت په توشه خانه مقدمه کې د عمران خان د نيولو امر لغوا کړی او د روانې مياشتې تر اخره يې ورته په عدالت کې د پېښ کېدو امر کړی.

هېلو وي او اې په ټي وي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00