شاته

ایران د شاه چراغ پر زیارت د برید په تړاو دوه تنه په اعدام محکوم کړل

د ایران حکومتي رسنیو د شنبې په ورځ مارچ ۱۸ (کب ۲۷) خبر ورکړی چې په شیراز کې اسلامي‌ محکمې دوه کسان په شاه چراغ زیارت د برید له امله په اعدام محکوم کړي دي.

د راپورونو له مخې، محمد رامز رشیدي او سید نعیم هاشم قتالي د محکمې له خوا په مرګ محکوم شوي دي.

د ایران رسمي خبري آژانس ایرنا د فارس ولایت د محکمې د رئیس سید کاظم موسوي په حواله راپور ورکړی یو تورن کس چې رامز رشیدي نومیږي، په خپلو اعترافاتو کې د وسلې په ورکړه، له برید مخکې د شاه چراغ له محیط سره د بشپړې بلدتیا په هدف د ترور د اصلي‌ عامل سره یوځای تللو او شیراز ته د سفر د ټکټ د برابریدو په ګډون په یو شمیر مسایلو اعتراف کړی دی.

موسوي همدارنګه د سید نعیم هاشم قاتلي په اړه ویلي، هغه هم په محکمه کې اعتراف کړی چې ایران ته د بریدګر له داخلیدو وروسته،هغه ورسپارل شوی، او هغه او د داعش نورو غړو ته یې په تهران کې امن ځای ورکړی او شیراز ته یې د ټکټ د برابریدو په ګدون نور خدمات هم مهیا کړي دي.

ارنا د ایران د قضایي چارواکو له قوله ویلي دي چې دا دوه کسان به په عام محضر کې اعدام شي.

له دې مخکې داسې خبرونه خپاره شوي وو چې پنځه کسان چې د آدربایجان جمهوريت تابعیت لري، د شاه چراع د قضیې په تړاو تورن شوي دي.

موسوي زیاته کړې دوو محکومو کسانو د اړیکو زمینه مساعته کړې چې دا برید د شاه چراج په محوطه کې ترسره شي، هغه برید چې له امله یې ۱۳ کسان ووژل شول او ۳۰ نور ټپیان شول.

د فارس ولایت د قضایي شورا رئیس په درندو مجازاتو د دریو نورو کسانو محکومیدو ته اشاره وکړه او ویې ویل:"ددې دوسیه بل تورن محمد رحماني چې په تهران کې د داعش ډلې له مخ کښانو وو په ۲۵ کاله بند، بل تورن مصطفي جان اماني د داعش د ترهګري ډلې د ملاتړ او غړیتوب له امله په ۱۵ کاله او یوه ورځ بند او د داعش ډلي بل غړی حمیدالله کابلي په پنځه کاله بند محکوم شوي‌ دي."

د ایرنا د راپور له مخې د شاه چراع د برید اصلي عامل چې د ابو عایشه، حامد بدخشان او سبحان په ګډون په متعددو مستعارو نومونو مشهور وو، د ایران له ځواکونو سره په نښته کې ووژل شو.

وسله والو کسانو د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر میاشتې په وروستیو کې د ایران په شیراز کې یو زیات ته ننوتل، ډزې یې وکړې چې له امله یې ۱۳ کسان ووژل شول او ۳۰ نور ټپیان شول.

د فرانس پرس خبري آژانس د راپور له مخې، له برید لږ وروسته د داعش یا اسلامي ډولت ډلې د برید مسولیت‌ پر غاړه واخیست.

دې ډلې په خپله ټلیګرام پاڼه ولیکل چې د یادې ډلي یو جنګیالي د ایران په شیراز کې په زیارت کوونکو ډزي کړي او" حد اقل ۴۰ شیعه یې وژلي او په لس ګونه نور یې ټپیان کړي دي."

خو د ایران دولتي رسنیو خبر ورکړ چې دریو وسله والو کسانو له بیرون څخه د شاه چراع په محوطه کې پر زیارت کوونکو ډزې وکړې.

په هغه وخت کې د ټولنیزو رسنیو یو شمیر کارکوونکو دې برید ته په اشارې وویل چې حکومت هڅه کوي د شاه چراغ د مسلې څخه په کار اخیستو له پراخو اعتراضونو څخه د خلکو پام بل طرف ته واړوي.

په ایران کې وروسته له هغه پراخ اعتراضات پیل شول چې د مهسا امیني په نامه یوه ۲۲ کلنه نجلۍ د پولیسو په قید کې ووژل شوه.