شاته

د ولسمشر شي له سفر مخکې، روس ویلي، له چین او ایران سره یې په عرب بحیره کې سمندري تمرینونه کړي

واشنګټن – د روس د دفاع وزارت د شنبې یا خالي په ورځ ویلي، چې روس، چین او ایران په عرب بحیره کې درې ورځني سمندري تمرینونه بشپړ کړي چې په هغو کې په سمندر او هوا کې په توپونو باندې د هدفونو ویشتل هم شامل وو.

د ایران له چابهار بندر سره نېږدې دغه تمرینونه په داسې وخت کې شوي چې د روس ولسمشر ویلادیمیر پوتین ماسکو ته د چین د ولسمشر شي جین پېنګ د یو درې ورځني سفر د کوربتوب تیاری کوي چې د ګل یا دوشنبې په ورځ پیلېږي.

روس له خپلو شریکانو په ځانګړي ډول له چین سره د پوځي تمرینونو ترسره کولو ته دوام ورکړی که څه هم د تېر یو کال راهیسې یې وسلوال ځواکونه د اوکراین په جګړه کې ښکېل دي.

خو روس په اوکراین کې د تېر اوړي راهیسې د جګړې په ډګر کوم ستر پرمختګ نه دی کړی.

د روس د دفاع وزارت ویلي، چې د روس ګورشکوف او د چین ننجینګ جنګي سمندري بیړیو په دغو تمرینونو کې د زیارت یا پنجشنبې او جمعې په ورځ برخه اخېستې وه.

ګورشکوف بیړۍ د روس د زېرکان په عصري هایپرسانېک کروز توغنديو سمبال ده چې تېره میاشت یې هم له چین او جنوبي افریقا سره په سمندري تمرینونو کې برخه اخېستې.

ځانګړې ویډیوګانې

د ډوډۍ اخېستل د غريب مزدور د وس نه وځي، يوه ډوډۍ په دېرش روپۍ  
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:16 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00