شاته

د پښتونخوا د اطلاعاتو وزير: د تحریک انصاف حکومت د خپل ګوند د بيانيې خپرولو دپاره 5000 کسان په تنخا ګمارلي وو

په خېبرپښتونخوا صوبه کې د نګران حکومت د اطلاعاتو وزیر ویلي، په صوبه کې د تحریک انصاف تېر حکومت 5000 کسان په تنخا ګمارلي وو چې په ټولنيزو رسنيو تحریک انصاف ته وده ورکړي او د مخالفه ګوندونو مخالفه بيانيه خوره کړي.

د اطلاتو نګران وزير بېرسټر فېروز جمال شاه کاکاخېل مطبوعاتو سره په خبرو کې ويلي، نګران حکومت د بې طرفه انتخاباتو دپاره جوړ کړی شوی دی خو دوی وليدل چې په صوبه کې ټول معاملاتو د تحریک انصاف ګوند روان دي بې طرفه هیڅ نشته په صوبه کې ټول يو اړخيزه د پاکستان تحریک انصاف ماحول دی.

په خېبرپښتونخوا کې تېر دوه ځله د پاکستان تحریک انصاف حکومتونه پاتې شوي دي.

کاکاخېل په خبري غونډه کې يو فهرست وړاندې کړی چې په تېر يو کال کې [د تحريک انصاف حکومت] 5000 کسان ګمارلي، 1200 د اطلاعاتو په محکمه کې دي او 3800 نور د صوبې په هره ضلع کې ګمارل شوي دي.

هغه وویل، دغو کسانو ته د میاشتې د 25000 روپو نه تر 30000 روپۍ تنخا ورکړی کيږي دا کسان په کورونو کې ناست دي موبايلونه او لېپ ټاپونه ورسره دي او د نوم اخستو پرته یې وويل چې دغه کسان په ټولنيزو رسنيو د يو ګوند [پاکستان تحریک انصاف] د ودې يا بيانيې خورولو او مخالفينو ضد کار کوي.

نوموړي زياته کړه هغه ته چې کوم فهرست ترلاسه شوی او بيا یې په دغو ګمارل شوو کسانو کې د يو وېب سايټس يا د ټولنيزو رسنيو اکاونټ کتلی د عمران خان عکس پرې لګېدلی دی، هغه وویل چې معلومات یې وکړه دا کسان د څه دپاره ګمارل شوي سيکرټري یې ورته ویلي چې دا انټرني ګمارل شوي خو د دوی کار او شکل چا نه دي ليدلي.

کاکاخېل وویل وزيراعلا ته یې ويلي چې دی پرې د مرکزي تحقيقاتي ادارې [اېف ايي اې] پلټنې غواړي چې دا کسان څنګه ګمارل شوي دي.

هغه زياته کړه شپاړس کروړه روپۍ دغو کسانو ته ورکړی کيږي د دې صوبې سره څه شوي دي؟ چې هغه ميډيا ته وړاندې کړي. هغه وویل بېورو کرېسي ورسره هیڅ مرسته نه کوي.

وي او اې ډيوه د تحریک انصاف په تېر حکومت کې د وزيرانو په څوکو پاتې شوو کسانو سره په دغه اړوند د نظر معلومولو هڅه کړې خو ځواب ورته نه دی ویل شوی.

په خېبرپښتونخوا کې د پاکستان تحریک انصاف حکومت د روان کال په جنورۍ کې د اسمبلۍ ماتولو وروسته ختم کړی شوی وو.

هم سږ کال د جنورۍ په میاشت کې د پاکستان آډيټر جنرل د خېبرپښتونخوا حکومت په مالي چارو کې د اربونو روپو بې نظمۍ په ګوته کړي، چې دغه مالي بې نظمۍ د زراعت، توانايۍ، صحت او ټرانسپورټ په څانګو کې موندل شوي او اډيټرز د تړلو ادارو په اړه د بې پلوه پلټنو سپارښتنه کړې وه..

د ډان ورځپاڼې د يو راپور ترمخه، د خېبرپښتونخوا حکومت د مالي کال 22-2021 لپاره د پاکستان اډيټر جنرل په رپورټ کې ویل شوي، چې په بجټ کې مختص شوي خرڅونو نه علاوه 17 ارب 86 کروړه روپۍ زیاتې خرڅې شوي، 21 ارب 50 کروړه بې نظمۍ شوي دي.

د رپوټ تر مخه د بجلۍ او توانايۍ په څانګه کې د 7 اربه 70 کروړه روپیو بې نظمۍ موندل شوي، د پلټنې راپور د 84 میګاواټه ګورکان مټلتان هاېډرو پاور پروژې لپاره دوه اربه 80 کروړه روپیو فنډ ورکول 'مشکوک' بللي.

د کرنې د محکمې په اکاونټونو کې د 18.45 اربه روپو بې ضابطګۍ ښکاره شوې او د دې بې ضابطګيانو لويه برخه د ګومل زام بند په منصوبه کې وه.

د خیبرپښتونخوا د روغتیا د څانګې حسابونو په ټولیز ډول د 3 اربه روپیو لګښتونو کې بې نظمۍ په ګوته کړی شوې وې چې پکې د کووېډ - 19 يا کرونا ټیسټ لپاره د ليبارټرۍ د خدماتو دپاره د 449 کروړه روپیو قرارداد ورکول شامل دي.

هغه هم د تحریک انصاف په حکومت کې پاتې شوو وزيرانو په دغه اړوند کوم ځواب نه وو کړی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

د ډوډۍ اخېستل د غريب مزدور د وس نه وځي، يوه ډوډۍ په دېرش روپۍ  
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:16 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00