شاته

مسکو: د اوکراین د غله جاتو تړون ۱۲۰ ورځې نه بلکې ۶۰ ورځې غځوو

په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر واسیلي نبینژیا وایي مسکو چمتو دی چې د اوکراین د غله جاتو د صادریدو تړون د ۱۲۰ ورځو پرځای یوازې ۶۰ ورځې تمدید کړي.

ښاغلي نبینژیا د جمعې په ورځ مارچ ۱۷ (کب ۲۶) د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د وینا پرمهال، په ژنیو کې د ملګرو ملتونو له جګپوړو چارواکو سره د روسي پلاوي د دوشنبې په موقف ټینګار وکړ. روسي هیئت ټینګار کړی وو چې د تړون په څرنګوالي کې د بدلونونو د راوستو په هدف د قرار داد د مودې کموالي‌ غواړي.

دغه روسي چارواکي وویل هوکړه لیک په سمه توګه کار نه کوي او ملګري‌ ملتونه باید دا ومني چې د غرب د بندیزونو څخه د روسیې د کرنیزو محصولاتو د صادراتو د استثنا په برخه کې هیڅ نفوذ نلري او هڅو یې هم نتیجه نده ورکړې.

نوموړي همدارنګه ادعا وکړه چې د اوکراین د غله جاتو د صادریدو تړون د یو بشري نوښت څخه د مخ پر ودو هیوادونو په ملاتړ بدل شوی دی کوم چې د خوراکي توکو د قیمتونو له لوړالي سره مخ دي.

خو په ملګرو ملتونو کې د متحدو ایالتونو استازې لینډا ټاماس ګرینفیلډ د روسیې د استازې د څرګندونو په ځواب کې وویل، نړۍ پوهیږي چې د روسیې خوراکي توکي د اوکراین د جګړې دمخه مودې په څیر صادریږي او کومه ادعا چې مسکو کوي او وایي د غله جاتو د صادریدو په وړاندې یې خنډونه شته، حقیقت نلري.

په داسې حال کې چې د اوکراین د غله جاتو د صادریدو تړون نن شنبه پای ته رسیږي، د ملګرو ملتونو د بشري چارو مشر مارټین ګریفیتس د جمعې په ورځ مارچ ۱۷ (کب ۲۶) نړیوالو مارکیټونو ته د غله چاتو د رسیدو په هدف ددغه تړون د غځیدو غوښتنه وکړه.

ګریفیتس زیاته کړه، دا هم مهمه ده چې د ملګرو ملتونو او روسیې تړون هم په بشپړ ډول عملي شي. ددغه تړون هدف دادی چې نړیوالو مارکیټونو ته د مسکو د غله جاتو د صادریدو په وړاندې خنډونه لیري شي.

ګریفیس وویل "معنی داره پرمختګونه شوي خو خنډونه شته، په خاص ډول د پرداختونو د سیستمونه په اړه" هغه زیاته کړه چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش او د تجارت د برخې مشره ربیکا ګرینسپن به په بشپړ ډول د تړون د عملي کیدو لپاره هڅه وکړي.

د ۱۲۰ ورځو اصلي قرار داد د تیر کال په نومبر میاشت کې نوی شو او ټاکل شوېده نن شنبه پای ته ورسیږي. خو تړون هغه وخت په اتومات شکل نوی کیږي چې که یو لوري مخالفت ونکړي. په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازی وایي مسکو په رسمي ډول مخالفت کړی دی.

دغه تړون چې په جګړه کې د ښکیلو هیوادونو روسیې او اوکراین ترمنځ د تیر کال په جولای میاشت کې د ملګرو ملتونو او ترکیې په منځګړیتوب ترلاسه شو، د نړۍ د غله جاتو ستر صادرونکي اوکراین ته اجازه ورکوي چې په تور سمندرګي کې له خپلو دریو بنادرو څخه غله جات صادر کړي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږي‌ کوونکي مارټین ګریفیتس چې د امنیت شورا د غونډي پرانیسته کوله وویل د تورسمندرګي د غله جاتو نوښت په دوامدار شکل په نړۍ کې د خوړو قیمت د کموالي لامل شوی دی.

نوموړي وویل ددغه تړون له مخې، د تیر کال د اګست میاشتې راهیسې کابو ۲۵ میلیونه مټریکه ټنه خوراکي توکي صادر شوي دي او د ملګرو ملتونو د خوړو پروګرام توانیدلی په افغانستان، ایتوپیا، کینیا، سومالیا او یمن کې له بشري کړکیچ سره د مبارزې په هدف څه باندې نیم میلیون متریک ټنه غنم ولیږدوي.